هرات: ځينې بوټي چې په نړۍ کې تود بازار لري په ورکېدو دي

هرات: ځينې بوټي چې په نړۍ کې تود بازار لري په ورکېدو دي

د هرات د چاپيریال ساتنې اداره وايي د دغه ولایت ځینې ځایي بوټي چې په نړۍ کی تود بازار لري اوس په ورکېدو دي.

وايي د ساتنې لپاره یې هم امکانات نشته. دا اداره وايي له ۱۶ کلنې څېړنې وروسته یې په هرات کی داسې بوټي موندلي چې تر زعفرانو هم ډېر ارزښت لري.

خو ساتلو او روزنې ته یې پام نه دی شوې. زموږ همکار محمد قاضي زاده نور حال لري.