فکرلارې: ځوانان ولې د بدني ښکلا لپاره درمل کاروي او ګواښونه يې څه دي؟

فکرلارې: ځوانان ولې د بدني ښکلا لپاره درمل کاروي او ګواښونه يې څه دي؟

په نړۍ کې میلیونه خلک د دې لپاره سپورټ کوي چی ښکلی بدن ولري، پیاوړې عضلې ولري. ځینې بيا د دې لپاره سپورټ کوي چی په لوبو کې ښه وځلېږي، تر نورو چټک وي. دغه بریالیتوب ته د رسېدلو لپاره دوې لارې شته:

د ډوډۍ منظم پروګرام او بې له ځنډه تمرینونه، خو ځینې یې بیا غواړي ژر تر ژره اغېز تر لاسه کړي نو له يو لړ درملو کار اخلي چې کېدای شي د ګټې پر ځای یې تاوان ډېر وي او ان غیر قانوني هم وي.

د فکر لارې دا خپرونه نن پر همدې موضوع بحث کوي چې دا څه ډول درمل دي، ځوانان یې ولې کاروي او څه ډول خطرونه لري، ایا له دې درملو پرته ځوانان نه شي کولای خپل عضلات پیاوړي کړي او په لوبو کې ښه وځلېږي؟

د خپرونې مېلمانه راسره په کابل کې د افغانستان د بدني روزنې فدراسيون رييس باور هوتک، دلته په لندن کې د برمنګهم ښار په پوهنتون کې د سپورت، ساينس او عامه روغتيا ښوونکی اياز الله ساپی او په بلجيم کې د بدني ښکلا مينه وال مسعود ګوروان دي.