ملګري ملتونه: ۲۰۱۶ کال کې سلګونه ماشومان وژل شوي

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
د ملکیانو ډېری مرګژوبله د دولت او مخالفانو ترمنځ د جګړې له کبله رامنځ ته کېږي

افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ "یونما" وايي، د ۲۰۱۵ کال په پرتله په ۲۰۱۶ کال افغانستان کې د ولسي وګړو مرګ ژوبله د ۳ سلنې په ډېرېدو تر ټولو لوړې کچې ته رسېدلې ده.

یونما د فبرورۍ پر شپږمه خپل خپاره کړي رپوټ کې د جګړې له ټولو ښکېلو غاړو د ولسي وګړو د مرګ ژوبلې بندېدو لپاره د چټکو ګامونو اخیستو غوښتنه کړې ده.

رپوټ وايي ۲۰۱۶ کال افغانستان کې د ماشومانو لپاره تر ټولو ډېر خونړی کال و. د ماشومانو مرګژوبله کې ۲۴ سلنه زیاتوالی راغلی.

یونما: ۲۰۱۴ کې ولسي مرګ ژوبله ۲۲٪ ډېره وه

یونما: افغانستان کې ولسي تلفات ۲۴٪ ډېر شوي

د دغه راپور پربنسټ، په جګړو کې د ۱۱۴۱۸ ولسي مرګ ژوبله ثبت شوې، چې ۳۴۹۸ یې وژل شوی او ۷۹۲۰ ټپیان شوي، چې ۳۵۱۲ ټپیان په کې ماشومان وو.

د ماشومانو مرګژوبله

د ۲۰۱۵ کال پرتله

۲۴ سلنه

ډېروالی

  • ۹۲۳ وژل شوي

  • ۲۵۸۹ ټپیان شوي

  • دا په تېرو ۱۵ کلونو کې تر ټولو لوړه شمېره ده.

په رپوټ کې د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي تدامیچي یاماموتو له خولې ویل شوي: "د زرګونو افغان ملکي وګړو مرګ ژوبله خورا زړه بوږنوونکې ده او تر ډېره بریده یې مخنیوی کېدای شي. د جګړې ټول ښکېل اړخونه باید د ماشومانو په ګډون چې ژوند یې خراب شوی، د ټولو عام افغان ښځو او نارینه وو د ژغورلو لپاره بېړني کوټلي ګامونه اوچت کړي."

راپور د ملکي تلفاتو د نژدې دوه پر درېیمې بلکې مرګ ژوبلې پړه د حکومت پر مخالفو وسله والو، په تېره بیا طالبانو وراچوي، خو لږترلږه حکومتي ځواکونه د یو پر څلورمې برخې ملکي تلفاتو پړه بولي.

د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ د ملګرو ملتونو د دغه راپور په اړه يوه خبرپاڼه خپره کړې او ويلي يې دي افغان حکومت په خپلو عملياتو کې د خلکو د ځان او مال ساتنه له خپلو لومړيو او اساسي هدفونو ګڼي.

د خبرپاڼې له مخې که چېرې د امنيتي او دفاعي ځواکونو له خوا ملکې وګړو ته زيان ورسېږي، پېښه څېړل کېږي او په اړه يې لازم ګامونه اخيستل کېږي.

افغان ولسمشر اشرف غنی له امنيتي او دفاعي ځواکونو غوښتي چې په ټولو عملياتو کې د ولسي وګړو خونديتوب په نظر کې ونيسي او که چېرې څوک بې پروايي کوي پلټنه يې دې وشي.

د ملگرو ملتونو د ځانگړي استازي مرستيال تدمېچي ياماموتو له بي بي سي سره په خبرو کې ويلي، "د ملکيانو ډېری مرګژوبله د دولت او مخالفانو تر منځ د جګړې له کبله کېږي."

د انځور حقوق AFP
Image caption راپور د ملکي تلفاتو د نژدې دوه پر درېیمې بلکې مرګ ژوبلې پړه د حکومت پر مخالفو وسله والو، په تېره بیا طالبانو وراچوي، خو لږترلږه حکومتي ځواکونه د یو پر څلورمې برخې ملکي تلفاتو پړه بولي.

نوموړی وايي "موږ خپلې هڅې پیل کړې او له دولت، طالبانو او بهرنیانو سره خبرې کوو، دوی ټول مني چې هڅه کوي د ملکیانو مرګژوبله کمه کړي، خو داعش به څنګه کړو ځکه هغوی ملکیان په نښه کوي نو د هغوی بریدونه ډېر بېل دي، نو ځکه موږ اندېښې لرو."

د ولسي تلفاتو د ډېرېدو لاملونه په استوګنیزو سیمو کې د جګړې غځېدل، شلخي ماینونه، ځانمرګي او ډله ییز بریدونه او هدفي وژنې بلل شوې دي.

د داعش بریدونه

د ملګرو ملتونو په راپور کې، د "اسلامي دولت" (داعش) نومې ډلې له خوا د بریدونو ډېرېدو خبره هم شوې، چې وايي، ددغې ډلې په بریدونو کې لس برابره ډېروالی راغلی دی.

رپوټ کاږي، د داعش بریدونو کې ۹۸۸ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې چې تېر ۲۰۱۶ کال (۲۰۹ کسان وژل شوي وو او ۶۹۰ ټپیان وو) او دا ډله تر ډېره پر شیعه وګړو بریدونه کوي.

په یاد راپور کې د افغان او نړیوالو ځواکونو هوايي بریدونه هم د ولسي مرګ ژوبلې د ډېرېدو یو لامل ګڼل شوی چې وايي، تېر کال په دغه ډول بریدونو کې ۲۵۰ کسان وژل شوي او ۳۴۰ ټپیان شوي، حال دا چې په ۲۰۱۵ کې دا شمېر دوه برابره ټیټ و.

مرګژوبله

د ۲۰۱۵ کال پرتله ډېروالی

۳ سلنه

  • ۱۱۴۱۸ ټپیان

  • ۳۴۹۸ وژل شوي

  • لاملونه استوګنیزو سیمو کې د جګړې غځېدل، شلخي ماینونه، ځانمرګي او ډله ییز بریدونه او هدفي وژنې بلل شوې دي.

په رپوټ کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د عالي کمېشنر زید رعد الحسین له خولې ویلي شوي، چې د ټولنې تر ټولو اغېزمن وګړي ځورول شوي: "ماشومان ووژل شول، ړانده شول، معیوب شول او کله یې چې له ناچاوده توکو سره لوبې کولې، په ناپوهۍ کې د خپلو ملګرو د مړینې لامل شول، چې په غفلت سره د جګړې د ښکېلو ډلو له خوا پرېښودل شوي."

یونما: د ۲۰۱۵ لومړۍ نیمايي کې ولسي مرګ ژوبله ٪۱ ډېره شوې

د یونما چارواکو د ملکي مرګ ژوبلې د راټېټېدو لپاره د جګړې له ښکېلو غاړو وغوښتل چې د استوګنې سیمو کې د چاودېدونکو وسلو کارونه کمه کړي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي یونما له ۲۰۰۹ کال راهیسې په منظمه توګه د ملکي تلفاتو ثبتول پیل کړي، چې دغه شمېره له هغه مهال راهیسې تر ټولو لوړه ده.

ورته مطالب