افغانستان کې د وروستۍ واورې له کبله ۱۱۹ کسان مړه شوي

د انځور حقوق ANDMA
Image caption په تېرو درو ورځو کې د افغانستان ۲۲ ولایتونو کې واورې شوې، چې افغان حکومت د وضعیت د ناوړه کېدو د مخنیوي په خاطر د همکارۍ هڅې لا پسې ګړندۍ کړې دي.

په تېرو ۷۲ ساعتونو کې افغانستان کې واورې ورېدو لږترلږه د ۱۱۹ کسانو ژوند اخیستی او ۸۹ نور ټپیان شوي دي. په ځینو سیمو کې ان تر دوه نیم مترو پورې واوره ورېدلې ده.

تر ټولو ډېر ختیځ او غرنی نورستان ولایت ډېر اغېزمن شوی دی.

په دې ولایت کې ایمال(واورې ښویېدو) د ماشومانو او ښځو په ګډون لږترلږه ۶۵ کسان وژلي دي.

د افغانستان وزیرانو شورا د وضعیت کابو کولو لپاره نن یوه بېړنۍ ناسته وکړه.

واورې ښوییدنې په بدخشان کې ۱۸ کسان وژلي

افغانستان او پاکستان کې د واورو له امله لسګونه تنه مړه شوي

بل خوا، غزني ولایت کې تېرو واورو لږترلږه څلور کسان وژلي دي.

په تېرو درو ورځو کې د افغانستان ۲۲ ولایتونو کې واورې شوې، چې افغان حکومت د وضعیت د ناوړه کېدو د مخنیوي په خاطر د همکارۍ هڅې لا پسې ګړندۍ کړې دي.

د تېرې یکشنبې په ورځ، افغانستان کې د سړې هوا او واورې ورېدو له کبله عمومي رخصتي وه. نن وزیرانو شورا پخپله فوق العاده غونډه کې د ځینو وزارتونو یوې ګډې کمېټې ته دنده وسپارله چې اړمنو کسانو ته بېړنۍ مرستې ورسوي.

د طبیعي پېښو پروړاندې چارو کې د دولت وزیر ویس احمد برمک خبریالانو ته د سړې هوا او واورې له کبله د رامنځ ته شوې مرګ ژوبلې تازه معلومات ورکړل.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption په مختلفو سیمو کې لارې د تګ راتګ په مخ بندې دي.

په تازه واوره او سړې هوا کې ختیځ نورستان ولایت تر ټولو ډېر اغېزمن شوی. د نورستان والي حافظ عبدالقیوم وايي، په دې ولایت کې تر اوسه لږترلږه د ۶۵ کسانو مړینه تایید شوې ده.

بل خوا، په شمال ختیځو، شمالي او مرکزي سیمو کې هم د ډېرې واورې خبرونه ورکړل شوي.

د افغانستان فواید عامې وزارت وايي، د سلګونو متره سړک پاکولو کار ته اړتیا لري. د بامیان او بدخشان په څېر په ګڼو غرنیو او واورینو سیمو ډېری لارې او سړکونه بند شوي دي.

خو دولت دا ځل د سالنګ لویې لارې په ژر پرانیستلو وتوانېد، هغه لار چې له تېرو درو ورځو راهیسې بنده وه.

شمال ته پر دغې لارې نژدې سل موټر په واوره کې بند پاتې وو.

افغان دولت ډاډ ورکوي چې تر اوسه د واورې او طبیعي پېښو له کبله د بشري ناورین راتلو وېره نه شته، خو سلواغه او کب میاشتې افغانستان کې د وړاندوېینې نه دي، ډېر کله پکې د ژمي د پیل په پرتله ډېرې واورې کېږي.

ورته مطالب