"د ملکیانو ډېری مرګژوبله د دولت او مخالفانو ترمنځ د جګړې له کبله رامنځ ته کېږي"

"د ملکیانو ډېری مرګژوبله د دولت او مخالفانو ترمنځ د جګړې له کبله رامنځ ته کېږي"

افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ "یونما" وايي، د ۲۰۱۵ کال په پرتله په ۲۰۱۶ کال افغانستان کې د ولسي وګړو مرګ ژوبله د ۳ سلنې په ډېرېدو تر ټولو لوړې کچې ته رسېدلې ده.

یونما د فبرورۍ پر شپږمه خپل خپاره کړي رپوټ کې د جګړې له ټولو ښکېلو غاړو د ولسي وګړو د مرګ ژوبلې بندېدو لپاره د چټکو ګامونو اخیستو غوښتنه کړې ده.

رپوټ وايي ۲۰۱۶ کال افغانستان کې د ماشومانو لپاره تر ټولو ډېر خونړی کال و. د ماشومانو مرګژوبله کې ۲۴ سلنه زیاتوالی راغلی.

که څه هم د ډېرو بريدونو پړه په طالبانو اچول شوې خو د داعش په بريدونو کې د ملکي وگړو مرگ ژوبله لا ډېره شوې.

په همدې تړاو اوليا اطرافي د افغانستان لپاره د ملگرو ملتونو د ځانگړي استازي له مرستيال تدمېچي ياماموتو سره خبرې کړي دي.