"حکمتيار به شاوخوا درې اوونۍ وروسته کابل ته راشي"

حکمتيار د انځور حقوق Getty Images
Image caption د حزب اسلامی مسوولين وايي د موافقه لیک پلي کولو ته سل په سلو کې ژمن دي.

د حزب اسلامي استازي وايي ګلبدین حکمتیار به شاوخوا درې اوونۍ وروسته کابل ته ستون شي. دا په داسې حال کې ده چې په کابل کې د یو شمېر مدني ټولنو استازو له افغان حکومته وغوښتل چې له حزب سره پر خپلو ژمنو ټینګ ودریږي.

د اسلامي ګوند د سیاسي چارو مسؤل غیرت بهیر وايي "د دوی پر وړاندې یو اړخ نه و، او که د دواړو خواوو هڅې نه وای نو یوې پایلې ته نه شوای رسېدلی."

ملګرو ملتونو ګلبدین حکمتیار د بندیزونو له نوملړ واېست

نړیوالو رسنیو کې د حکومت او حزب اسلامي د هوکړې په اړه غبرګون

'ګلبدین حکمتیار به څو اونیو کې افغانستان ته ستون شي'

د حزب اسلامی مسوولين وايي د موافقه لیک پلي کولو ته سل په سلو کې ژمن دي. او هم به خپله پوځي څانګه ړنګه یا منحل اعلان کړي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د ملګرو ملتونو امنیت شورا څلور ورځې وړاندې د ګلبدین حکمتیار نوم د بنديزونو له نوملړه لېرې کړ.

د ملي مشارکت ګوند او یو شمېر مدني ټولنو کابل ته د اسلامي ګوند د مشر راتګ ته په ښه سترګه ګوري او وايي تر شاوخوا څلور لسیزو جګړو وروسته هر افغان د سولې راتګ ته تږی دی.

د ملي مشارکت ګوند مشر نجیب الله کابلی وايي اوس باید د خلکو په نژدې والي کار وشي، او د ښاغلي حکمتیار راتګ به دغه بهیر سره ډېره مرسته وکړي.

نوموړي له افغان حکومته وغوښتل چې له اسلامي ګوند سره د موافقې ټکو ته ژمن پاتې شي.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا څلور ورځې وړاندې د ګلبدین حکمتیار نوم د بنديزونو له نوملړه لېرې کړ. د حزب اسلامي استازي د دغې چارې امتیاز افغان حکومت په ځانګړې توګه افغان ولسمشر اشرف غني ته ورکوي.

ورته مطالب