نيمروز سیندونه لري، خو زرنج کې یې خلک ولې د څښاک اوبه په پيسو پېري؟
نيمروز سیندونه لري، خو زرنج کې یې خلک ولې د څښاک اوبه په پيسو پېري؟
د افغانستان غرونو په برکت له څپاندو سيندونو برخمن دی، چې هلمند سيند يې نيمروز ته هم وربهيږي. خو د دغه ولايت په مرکز کې کورنۍ اوبه په لوړه بيه پېري.
دلته چارواکي د ٢٥ ميليونو ډالرو په لگولو هڅه کوله چې د څښاک د اوبو ستونزه حل کړي.
خو لکه څرنگه چې سيد عبدالله نظامي د نيمروز اوونۍ په دې رپوټ کې وايي اوبه لا هم د زرنج اوسېدونکو ته په اسانۍ نه ورسېږي.