هرات کې ناپېژاندو وسله والو دوې ښځې وژلې

د انځور حقوق AFP
Image caption د افغانستان لوېدیځ، په تېره بیا هرات ولایت کې د ښځو پروړاندې تاوتریخوالی ډېر شوی چې ځینې وخت دا ډول پېښې له رسنیو او د ښځو د حقونو له فعالانو پټې ساتل کېږي.

د افغانستان لوېدیځ هرات ولایت چارواکي وايي، ناپېژاندو وسله والو تېره شپه ګذره ولسوالۍ کې دوې ښځې وژلې دي. تر اوسه د پېښې څرنګوالی روښانه نه دی، خو پولیس وايي، د پېښې په اړه څېړنه پيل شوې ده.

دغه ښځې د هرات په ګذره ولسوالۍ کې وژل شوې دي.

د هرات د پولیسو ویاند عبدالاحد ولي زاده وايي، د پولیسو تر څېړنو وروسته به د پېښې څرنګوالی معلوم شي او پولیس د قاتلینو په لټه کې دي.

د وژل شویو ښځو مړي د ګذرې ولسوالۍ په (سیاوشان دښته) سیمه کې موندل شوي.

هرات کې د سوريايۍ ښځې تېر ایستونکی نیول شوی

وسله والو هرات ښار کې دوې بهرنۍ ښځې وژلې

څو ورځې وړاندې هم د هرات چارواکو وویل، ادرسکن ولسوالۍ کې یې د درو ښځو د وژلو په تور ۱۱ کسان نیولي دي.

سیمه ییزې سرچینې وايي، درې واړه ښځې د (سلواغې پر ۱۰مه) د دوشنبې په شپه پخپل استوګنځي کې په ډزو ویشتل شوې دي.

د افغانستان لوېدیځ، په تېره بیا هرات ولایت کې د ښځو پروړاندې تاوتریخوالی ډېر شوی چې ځینې وخت دا ډول پېښې له رسنیو او د ښځو د حقونو له فعالانو پټې ساتل کېږي.

هرات: میړه د ښځې ګوته غوڅه او وخوړله

اړونده مطالب

ورته مطالب