پکتیا کې ځانمرګي برید دوه قومي مشران وژلي

د انځور حقوق AFP
Image caption ځانمرګي برید کوونکي غوښتل د غونډې خونې ته ننوځي، خو له ننوتلو مخکې یې پر ځان پورې تړلي چاودېدونکي توکي وچوول

د افغانستان پکتیا ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، ډنډ پټان ولسوالۍ کې ځانمرګي برید لږترلږه دوه قومي مشران وژلي او د ولسوالی یو ساتونکی یې ټپي کړی دی.

د پکتیا د پولیسو مشر قادر ګل ځدراڼ بي بي سي ته وویل، برید د قومي مشرانو د ناستې پرمهال شوی دی.

دی وايي، برید کوونکي هڅه کوله چې د ولسوالۍ ودانۍ کې د ناستې ځای ته ځان ورسوي، خو د ناستې له خونې بهر یې پر ځان پورې تړلي چاودېدونکي توکي وچوول.

تر اوسه د برید پړه چا نه ده منلې.

پکتیا د افغانستان په سوېل ختیځ کې یو له نسبتاً ناامنه ولایتونو ګڼل کېږي.

د انځور حقوق EPA
Image caption امنيتي ځواکونو د پېښې سيمه کلابنده کړې ده

د پکتیا له تازه ځانمرګي برید یوه ورځ وړاندې پلازمېنه کابل کې سترې محکمې ته نژدې چاودنې لږ ترلږه ۲۰ تنه ووژل او ۴۵ تنه نور یې ټپيان کړل.

پکتیکا کې وسله والو ملا امام له خپلې مېرمنې سره وژلی

له پکتیکا وتلې یوازینۍ ډاکټره بېرته دغه ولایت ته ستنېږي

اړونده مطالب

ورته مطالب