د کابل له خونړي برید وروسته امریکا د افغان حکومت ملاتړ اعلان کړی

د انځور حقوق AFP
Image caption سترې محکمې سره نژدې چاودنه کې لږ ترلږه "۲۰" تنه وژل شوي

د کابل تر وروستي خونړي برید وروسته په لومړي ځل د امریکا متحده ایالتونو د دفاع وزیر او ملي امنیت مشاور د افغان حکومت له مشرانو سره په خبرو کې له دوی خپل ملاتړ اعلان کړی او د مرستو ژمنه یې ورسره کړې ده.

پرون (سې شنبې، سلواغه ۱۹مه) په کابل کې د سترې محکمې سره نژدې د ځانمرګي برید له کبله نژدې شل تنه ووژل شول او تر څلوېښتو ډېر نور یې ټپیان کړل.

د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ وايي د امریکا دفاع وزیر له ولسمشر محمد اشرف غني سره په ټیلېفوني خبرو کې د ګډو همکاریو پربنسټ او له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې خپل ملاتړ اعلان کړی دی.

سترې محکمې سره نژدې چاودنه کې لږ ترلږه "۲۰" تنه وژل شوي

ملګري ملتونه: ۲۰۱۶ کال کې سلګونه ماشومان وژل شوي

د ولسمشر د ویاند مرستیال شاه حسین مرتضوي په دې اړه بي بي سي ته وویل:

"د امریکا د دفاع وزیر او افغان ولسمشر له ترهګرۍ سره د دواړو خواوو د ګډې مبارزې، په دفاعي برخې کې د دواړو هېوادونو د ګډو ګټو پربنسټ د همکارۍ پر دوام خبرې وکړې او وټاکل شوه چې پر نورو اړوندو موضوعاتو د احتمالي لیدنې پر مهال نورې زیاتې خبرې وشي."

د افغان حکومت امنیت شورا هم د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، د امریکا د ملي امنیت سلاکار جنرال مایکل فلېن له خپل افغان سیال حنیف اتمر سره په ټيلېفوني خبرو کې په پرونۍ پېښې خواشیني څرګنده کړې ده.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ځانګړې استازولۍ یا یوناما، وروستی برید په کلکو ټکو غندلی او هغه یې بېرحمانه بللی دی. یوناما په یوې خپرې شوې اعلامیې کې ویلي ددې ویرونکي برید سمبالونکي باید محکمې ته راکاږل شي.

افغان امنیتي چارواکي وايي د برید ټول قربانیان ملکي وګړي دي.

د کابل امنیه قومندانۍ د جنايي جرمونو د څېړنو مشر فریدون عبیدي وايي په پېښه کې د شاوخوا شپیتو تنو قربانیانو له ډلې هېڅ یو یې پوځي یا پولیس نه دی.

ښاغلی عبیدي وايي تر څېړونو وروسته به روښانه کړي چې برید کومې ډلې کړی دی:

د انځور حقوق AFP
Image caption تراوسه هېڅ کومې ډلې د ننني بريد پړه پر غاړه نه ده اخيستي.

"د پېښې ټول قربانیان ملکي وګړي دي، دا چې د مکروریانونو هستونګنې سیمه ده نو تلفات ټول ملکیانو ته اوښتي دي، په شهیدانو کې نهه تنه ښځینه دی او په ټپیانو کې یو ماشوم هم شامل دی. دولتي کارکوونکي هم ټول ملکيان دي کوم پوځي پکې نشته. ددې پېښې تر شا د سیمې د استخباراتو او ترهګرو ډلو لاس دی. موږ به د خپلو څېړنو په ترڅ کې دا روښانه کړو چې کومې ځانګړې ترهګرې ډلې دا برید ترسره کړی دی."

کابل کې ځانمرګي برید څلور کسان وژلي

موږ له ټپیانو سره د خبرو او د هغوی د سترګو لیدلي حال پوښتلو لپاره روغتونونو ته ولاړو خو هېڅ داسې ټپي مو ونه موند چې د خبرو توان ولري.

وړاندې هم کله چې په ورته بریدونو کې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې نو برید کوونکو ډلو یې تر ډېره پړه پر غاړه نه ده اخیستې.

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
سترې محکمې سره نژدې چاودنه کې لسګونه کسان وژل شوي

ورته مطالب