داعش ډلې د سترې محکمې د برید پړه ومنله

پر سترې محکمې برید د انځور حقوق Getty Images
Image caption وژل شويو کې ښځې او ماشومان هم ول.

اسلامي دولت نومې ډلې کابل کې د سه شنبې د ورځې سترې محکمې ته نژدې د ځانمرګي برید پړه ومنله چې لږترلږه ۲۰ کسان پکې ووژل شول او ۴۵ تنه ټپیان دي.

د راپورونو پر بنسټ وژل شويو کې ښځې او ماشومان هم شامل ول.

اسلامي دولت یا داعش نومې ډلې د برید پړه د یوې ټولنیزې شبکې له لارې منلې.

سترې محکمې سره نژدې چاودنه کې لږ ترلږه "۲۰" تنه وژل شوي

د داعش ځانمرګي برید د طالبانو له خوا نومول شوی والي ټپي کړی

د انځور حقوق Getty Images
Image caption برید کې لږترلږه ۲۰ کسان ووژل شول او ۴۵ نور ټپیان دي.
د انځور حقوق Getty Images
Image caption ستره محکمه د کابل پر ترټولو مهم واټ پرته ده چې هر وخت پرې ګڼه ګوڼه وي.

پر سترې محکمې پرونی برید افغان او نړیوالو چارواکو په کلکه وغنده.

له پېښې وروسته په لومړي ځل د امریکا متحده آیالتونو د دفاع وزیر او ملي امنیت مشاور د افغان حکومت له مشرانو سره ټیلېفوني خبرې کړي او برید یې غندلی.

داعش ډلې تر دې وړاندې هم پلازمېنه کابل کې ځانمرګي بریدونه ترسره کړي چې په لسګونو کسانو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.

تر دې وړاندې د داعش لږترلږه دوه خونړي بریدونه د هزاره ګانو پر غونډو ول چې ډېر کسان پکې مړه او ټپیان شول.

د استانبول برید مشکوک 'افغانستان کې روزل شوی'

ننګرهار کې درېیو پرلپسې چاودنو پنځه کسان وژلي