د عکسونو البوم: کابل کې د کورني استعمال سامان الاتو نندارتون

نندارتون
Image caption دغه نندارتون به اورانوس نومي تالار کې د څلورو ورځو لپاره پرانیستی وي.

د افغانستان پلازمېنه کابل کې د کورنۍ سامان الات لومړنی تخصصي نندراتون د څلورو ورځو لپاره پرانیستل شوی دی. نندارتون کې د د افغانستان، ایران، امریکا، جاپان، اندونیزیا، ترکیې، متحدو عربي اماراتو، آذربایجان او جرمني تولیدونکو ګډون درلود.

۵۰ تولیدي شرکتونو دغه نندارتون کې خپل هغه توکي نندارې ته وړاندې کړي، چې کورونو کې کاروول کېږي.

هغه مشتریان، چې دغه نندارتون ته ورځي، هیله مند دي، چې د مناسبې بیې بدل کې به د لوړ کیفیت لرونکي توکي رانیسي. د نندارتون جوړولو وړاندیز د افغانستان سوداګرۍ او صنایعو خونې کړی و.

ورته مطالب