پارلماني ټاکنې: ولسمشر غني له نړیوالې ټولنې مرسته غوښتې

د انځور حقوق ARG
Image caption ارګ کې د ټاکنو چمتووالي په تړاو غونډه شوې

افغان ولسمشر محمد اشرف غني، دې ته په اشارې سره چې سږ کال به پارلماني ټاکنې کېږي، له نړيوالې ټولنې د مالي مرستې غوښتنه کړې.

د افغانستان ټاکنو خپلواک کمېسیون مشر بي بي سي ته وویل، د پارلماني ټاکنو لپاره يې چمتووالی کړی او د مالي سرچينو په تمه دي.

د ۲۰۱۷ کال په وروستيو کې د پارلماني ټاکنو د ترسره کولو د لارو چارو په اړه د افغان حکومت مشرانو، د ټاکنيزو کمېسیونونو مسوولانو، د نړيوالې ټولنې استازو او د ناټو د پرېکنده ملاتړ ځواکونو مشورتي ناسته وکړه.

له وخته مخکې ټاکنې، د نوي سیاسي اییتلاف غوښتنه

بریالۍ ټاکنې افغانستان ته نورې همکارۍ راجذبوي

د ولسمشر د ویاند مرستیال شاه حسین مرتضوي وايي، ښاغلی غني په ۲۰۱۷ کال کې د پارلماني ټاکنو د مالي مرستو تر لاسه کولو لپاره د نړيوالو مرستو په تمه دی:

''ولسمشر ټینګار کړی چې حکومت د ټاکنو د تر سره کولو لپاره کلکه سیاسي عقیده لري. دویم ټينګار د ټاکنو لپاره پر مالي برخه و، چې ماليې وزارت ۳۰ میلیون ډالر ورته لري.

یوه بله اړینه مساله چې ولسمشر یاده کړه، هغه د ټاکنو د نوي قانون پر بنسټ د هغو کسانو مخنيوی دی چې په ټاکنو کې درغلي کوي او هغه به بښل کیږي نه. ''

له دې مخکې افغان دولت ویلي و، چې د پارلماني او ولسوالیو شوراګانو د ټاکنو ټولټال لګښت ۱۲۰ میلیونه ډالره اټکل شوی دی.

د ولسمشرۍ ماڼۍ په خبرپاڼه کې یوازې د پارلماني او ولسمشريزو ټاکنو د ترسره کولو کال مشخص شوی، خو د ولسواليو د شوراګانو د ټاکنو برخلیک نه دی په کې روښانه شوی.

د ولسوالیو د شوراګانو ټاکنې په اساسي قانوني کې د احتمالي بدلون 'تعدیل ' د راوستلو په موخه د لويې جرګې جوړولو لپاره اړينې دي.

په دې ناسته کې د دغو ټاکنو په اړه خبرې شوې دي، خو په ولسوالیو کې امنيتي وضعیت له اصلي اندېښنو بلل کېږي او د افغانستان د بیارغاونې لپاره د امریکا د څار ادارې یا سیګار هم ویلي چې د افغانستان د ټولو ولسوالیو نژدې په نیمو کې يې د دولت مخالف وسله وال فعالیت لري.

د ښاغلي غني د ویاند مرستیال وايي، د ټاکنو کمیسیون ته امر شوی چې له خلکو سره دې د ټاکنو د ترسره کېدو کره نيټه شریکه کړي:

'' د ولسمشر دویم مرستیال هم وویل چې موږ د وخت له لږوالي سره مخامخ یو، نو چې هر څومره زر کېدلی شي د ټاکنو کمیسیون دې ټاکنيز پلانونه او نېټې په ډاګه کړي. دغه راز ولسمشر هم دغه کمیسیون ته لارښوونه وکړه چې د ټاکنو لپاره نیول شوي پلانونه او اړتیاوې له حکومت سره شريکې کړي. او د ټاکنو نېټه خلکو او مدني ټولنو ته په ډاګه کړي. ''

ټاکنو کې ځنډ

تر دوو کلونو ډېره موده کېږي چې د افغانستان پارلماني ټاکنې ځنډېدلې دي.

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون مشر نجیب الله احمدزي بي بي سي ته ویلي، دوی د ټاکنو د ترسره کولو لپاره پر لومړنيو مهمو کارونو او پروګرامونو کار پيل کړی دی:

'' اوس که څه هم دولت د ټاکنو لپاره چمتووالی ښودلی، خو امنيت او پيسې په دې لاره کې بنسټيزې مسالې دي. زموږ سرچينو چې په دغه ناسته کې وې، وايي مرستندویه هېوادونو ښاغلي غني ته ویلي چې د ټاکنو د لګښت ورکولو ته چمتو دي خو ټينګار يې کړی، د دې ډاډ دې ورکړل شي چې دا مرستې به په بډه نه وهل کېږي. ''

ورته مطالب