غني د کاتب هزاره مقبرې او د هغه په نوم د مډال جوړولو امر کړی

د انځور حقوق AP
Image caption ښاغلي غني ویلي د کاتب له اثارو زموږ ډېر نسلونه ګټه پورته کولای شي

افغان ولسمشر امر کړی چې د هېواد وتلي تاریخ لیکونکي فیض محمد کاتب هزاره مقبره جوړه او د هغه په نوم دې دولتي نښان جوړ شي. ولسمشر غني دې لړ کې مراسمو ته وینا کې وویل:

'' لارښوونه ' امر ' کوم، چې د علامه کاتب پر مقبره د هغه یادګاري څلی ورغول شي. د عدلیې محترم وزارت دې د علامه فیض محمد کاتب هزاره په نوم د مډال جوړولو قانوني پړاونو چارې پیل کړي او کابینې ته دې د تصویب لپاره وړاندې کړي، چې په دې توګه د یوه ملت او حکومت په توګه د دغه لوی شخصیت ارزښتمنو خدمتونو ته درناوی وکړو. ''

د کاتب له لمسیانو نه یوه رضا کاتب بي بي سي ته د ولسمشر غني له دغه اعلانه مخکې وویل، چې د کورنۍ غړو اصلي غوښتنه هم دا ده. د نوموړي په وینا د دې تر څنګ باید یو مرکز د کاتب د اثارو خپرولو مسوولیت پر غاړه واخلي.

کاتب د ۱۹ پیړۍ په پای او د ۲۰ پیړۍ په پیل کې د عبدالرحمن خان او حبیب الرحمن خان په دربار کې د کاتب په توګه پر دنده بوخت و.

ولسمشر غنی د کاتب د تلین په مراسمو کې دی د لرغوني تاریخ پلار وبللو.

فیض محمد کاتب هزاره هغه تاریخ لیکونکی دی چې د عبدالرحمن خان د دورې مهم تحولات یې ثبت کړي او لیکلي دي.

اوس ولسمشر غني دغه نوم ورکي تاریخ لیکونکي ته پام اړولی. ښاغلی غني وايي، فیض محمد کاتب په تاریخ لیکنه کې د ځانګړي بصیرت خاوند و.

سراج‌التواریخ د ښاغلي فیض محمد کاتب مهم اثر دی.

د انځور حقوق .
Image caption د کاتب لیکنې د ابن خلدون او بیهقي له لیکوالي سره پرتله شوې

په دې پنځه ټوکه کتاب کې د افغانستان ۱۸۰ کاله روایتونه لیکل شوي دي.

ویل کېږي نوموړي د همدې کتاب له لیکلو وروسته شهرت وموند.

د افغانستان د علومو اکاډمۍ غړی حبیب الله رفیع وايي، ښاغلی کاتب هڅه کوله په ډېر احتیاط او دقت تاریخ ولیکي.

فيض محمد کاتب د سيد محمد هزاره زوی د افغانستان یو نامتو تاريخ پوه ، ليکوال او اديب و . نوموړی په غزني ولایت کې زېږېدلی و.