واشنګټن کې افغان سفیر وايي د بریدګرو پټنځایونو د له منځه وړلو لپاره کار کوي
په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

واشنګټن کې افغان سفیر وايي، د بریدګرو پټنځایونو د له منځه وړلو لپاره کار کوي

له بي بي سي سره په یوه ځانکړې مرکه کې په امریکا کې د افغانستان سفیر حمد الله محب وویل، دوی د هغو ډلو چې په افغانستان کې بریدونه کوي، د پټنځایونو د له منځه وړلو هڅه کوي.‌

نوموړي دا هم وویل چې په افغانستان کې د داعش پر ضد جګړه یوازې د افغانستان حکومت کولی شي او که هر هېواد غواړي په دې برخه کې مرسته وکړي باید له افغانستان حکومت سره مخامخ خبرې وکړي.