خوست کې د ولور لږولو لپاره د قومي مشرانو پرېکړه

د انځور حقوق AFP/Getty Images

خوست کې لسګونو قومي مشرانو د لوړ ولور د مخنیوي په موخه ګام پورته کړی او د یوې نجلۍ ولور یې ۳ سوه زره افغانۍ ټاکلی دی.

دا مهال د خوست په نږدې ټولو سیمو کې له پنځه سوه زرو افغانیو نیولې تر دوه میلیونو افغانیو پورې ولور اخیستل کېږي.

دې سره د زوم، ناوې او د خپلوانو لپاره د اوږد او لنډ مهال لپاره د ډالیو اخیستل هم تر دریو لکو افغانیو رسېږي.

"لس شل کاله چې نور هم تېر شي، موږ واده نه شو کولی"

ولور که د ناوې بیه؟

د سیمې خلک وایي، چې ډېری نجونې او هلکان له همدې کبله بې واده پاتي کېدو له ګواښ سره مخامخ دي او یا که واده کېږي هم، عمر یې زیات شوي وي.

اوس د خوست یو شمېر مشرانو د دغې ستونزې د هوارې لپاره خپل دود، دستور ته مخه کړې او له میاشتو، میاشتو قومي مرکو او جرګو وروسته په دې سره سلا شوي، چې د ولور لپاره یو ټاکلی حد معلوم کړي.

د خوست د اسماعیل خیلو او مندوزیو ولسوالۍ قومي مشر جنرال ګل نواز د غونډې ګډونوال ته د قومي مشرانو له خوا لاسلیک شوي پرېکړه وړاندې کړه، چې په کې راغلي:

''د یوې نجلۍ لپاره ټاکلی ولور درې لکه افغانۍ دی، لس بوجۍ وریجې، پنځه ټیمه غوړي او پنځه تولې سره زر وټاکل شول. په دې موږ دغونډې ټول ګډونوال چې د خوست د زیاترو سیمو استازیتوب کوو، متفق شوو. ''

د دغه تړون او قومي پرېکړې په ټینګولو کې تر ډېره رول د افغان ولسمشر د سلاکار ډاکتر محمد ابرهیم مشفق و.

نوموړي وویل:

'' لومړۍ غوښتنه مې له خلکو ده، چې باید دغه پرېکړه عملي کړي او که چا عملي نه کړه، له قومي مشرانو او حکومتي ادارو سره موږ دې پرېکړې ته رسېدلې یو چې سرغړوونکي به امنیتي او عدلي ارګانونو ته سپارو. ''

خو دې سره ځیني کسان د جرګې پرېکړې ته تر ډېره هیله مند نه وو، ځکه دوی ویل، چې مخکې هم داسې پرېکړې شوي، خو له څو میاشتو وروسته یې پرېکړې تر پښو لاندي شوي دي.

د تېرو کالونو اوږدو کې د خوست په مختلفو سیمو کې د ولور د ټیټولو او نورو ناوړه دودونو د ورکولو په موخه په دا ډول قومي تړونو کې د یني عالمانو اوقومي مشرانو له سرغړونکو سره د سخت چلند یادونه کړې وه، خو بیا هم دغسې تړونونه تر ډېره ژوندي او پایداره پاتې نه شول.