کرزی: پاکستان سره د نژدې کېدو هڅې مو ناکامې شوي

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
نوموړي زیاته کړه چې موږ ډېره هڅه وکړه او سیاسي هوډ‌ مو کړې و چې له پاکستان سره ښې اړیکې ولرو

بي بي سي سره په خبرو کې د افغانستان بهرنیو چارو وزارت مرستیال وزیر حکمت کرزي وویل، پاکستان سره مو اړېکې ښې نه دي.

نوموړي زیاته کړه چې موږ ډېره هڅه وکړه او سیاسي هوډ‌ مو کړې و چې له پاکستان سره ښې اړیکې ولرو.

په دوه اړخیزو او څو اړخیزو غونډو کې مو ګډون وکړ چې پاکستان هم را ګډ کړو خو هغوي نه غوښتل.

د نوموړی په وینا اوس ستره پوښتنه دا ده چې کله به پاکستان خپله تګلاره بدلوي،‌ کله به د ښو او بدو ترهګرو له توپېره لاس اخلي؟

کله چې دا کار وکړي‌ موږ به هم ورسره ګډ‌ کار وکړو.

حکمت کرزی په نا اعلان شوي سفر اسلام اباد ته تللی

جنرال نېکولسن: له پاکستان سره د امریکا پر اړیکو بیا کتنه پکار ده

د پاکستان ولسمشر: نور خلک زموږ او افغانستان ترمنځ اړیکي خرابوي

د ولسمشر په توګه له ټاکل کېدو وروسته د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د ۲۰۱۴ کال په نومبر کې د یوه لوړپوړي پلاوي په ملګرتیا له پاکستاني چارواکو سره د کتنې په موخه اسلام اباد ته په سفر لاړ.

هغه مهال افغان چارواکو ویلي و، چې د دغه سفر مقصد د دواړو ګاونډیو هېوادونو تر منځ د خپل منځي اړیکو ښه کول دي، چې پر یوه بل د شکونو او دوه اړخیزو تورونو له کبله ډېری وخت ترینګلي شوي دي.

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
واشنګټن کې افغان سفیر وايي د بریدګرو پټنځایونو د له منځه وړلو لپاره کار کوي

خو د ۲۰۱۶ کال په جولای کې بیا ښاغلي غني د وارسا له غونډې کابل ته تر ستنېدو وروسته په یوه خبري ناسته کې وویل؛

"ترهګرو ته دې ځاله او ځای نه ورکوي" او هرڅوک چې ددغه هېواد امنیتي مسایلو کې لاسوهنه کوي او اورپکو ډلو ته ځای ورکوي، پیغام یې ورته څرګند دی. ښاغلي غني خپلو خبرو کې یو ځل بیا پاکستان ته په خطاب کې وویل؛

"افغانستان له ګاونډي هېواد پاکستان سره د دولت - دولت ترمنځ نیکې اړیکې غواړي، خو څو خبرې باید روښانه وي ... افغانستان هېڅکله د چا ستراتیژیک عمق کېدای نشي. هر ګاونډي د افغانستان ملي حاکمیت درناوی وکړي."

ښاغلي غني وویل:

"موږ له پاکستان نه سوله نه غواړو، موږ یوازې دا غواړو چې څوک [د افغانستان له دولت سره] سوله نه غواړي، له پاکستان نه یې وباسي."

کابل تل اسلام آباد ته ګوته نیسي چې دوی د طالبانو ملاتړ کوي او دوی ته پټنځایونه ورکوي خو اسلام اباد په وار وار دغه تورونه رد کړي دي.