د بشري حقونو څارونکو له افغان کډوالو سره د پاکستان پر' ناوړه چلند ' نیوکه کړې

د انځور حقوق AP
Image caption د بشري حقونو اداره وايي، ډېر افغان کډوال په زور اېستل شوي دي.

د بشري حقونو څارنې ادارې په خپل تازه رپوټ کې وايي، پاکستاني چارواکو د ۲۰۱۶ له جولای راهیسې په خبرداري او ګواښ سره نږدې شپږ لکه افغان کډوال اړ کړل چې له دغه هېواد ووځي.

دغه اداره وايي، په ستنو شویو افغانانو کې درې نیم سوه زره یې په پاکستان کې د پاتېدلو قانوني اسناد درلودل، خو دا په اوسنیو کلونو کې د نړۍ د کډوالو لوی شمېر دی چې ستنېدلو ته اړ ایستل کېږي.

د رپوټ له مخې، دغه ستانه شوي افغانان په خپل هېواد کې له وسلوالو نښتو، تاوتریخوالي، بې وزلۍ او بې کورۍ سره مخامخ دي.

* افغان کډوال او توندلاري

* فرانسه کې د افغان ماشوم کډوال مړينه

* جرمني کې افغان کډوال ماشوم له انګلا مېرکل مننه وکړه

په دغه ۷۶ مخیز رپوټ کې پر ملګرو ملتونو تور لګېدلی چې د کډوالو په زور اېستلو کې یې له پاکستاني چارواکو سره جوړ جاړی کړی دی.

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
له کډوالو سره د پاکستان پر چلند نیوکې

پاکستانی جبر، د ملګرو ملتونو جوړ جاړی

'د افغان کډوالو ټولیز جبري ستنول ' په نوم رپوټ کې پر یو اېن اېچ سي ار ادارې تور لګېدلی، چې له کډوالو سره یې د پاکستان د زور زیاتي له غندلو پرته د خپلې خوښې ستنېدلو پروګرام زیات کړی او په دې ډول له کډوالو سره په ناوړه چلند کې له پاکستان سره ښکېله ده.

د بشري حقونو یو مهم څېړونکی ګیري سمپسن وایي:

"د افغان کډوالو له لسیزو کوربتوب وروسته د ۲۰۱۶ کال منځ کې پاکستان د نړۍ تر ټولو ډېرو کډوالو ضد فعالیت پیل کړ او هغوی یې هېواد ته ستنېدلو ته اړ کړي دي".

د انځور حقوق AFP
Image caption په رپوټ کې راغلي چې ستانه شوي افغانان له جګړې، تاوتریخوالي او یا هم بې کورۍ سره مخ دي.

د هغه په خبره، داسې ځکه وشول چې د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې له افغان کډوالو سره د پاکستان ناراو چلند روا وباله او د وېرولو او خبرداري ور کولو مخنیوی یې ونه کړ.

"نړیوال مرستندویان ښکېلول پکار دي چې د پاکستان پر حکومت او ملګرو ملتونو زور واچوي چې په دغه هېواد کې پاتې افغان کډوال وژغورل شي".

د انساني حقونو رپوټ کې راغلي، د ناخوندي قانوني حیثیت، د یخني موسم کې د ستنولو په خبرداري او د پولیسو په زور زیاتي سره داسې وضعیت جوړ شو چې افغان کډوالو د پاکستان له پرېښودلو پرته بله لار نه درلوده.

* د عکسونو البوم: راستانه شوي کډوال د حکومت د همکارۍ په تمه

* په ۱۰ میاشتو کې ۸ لکه افغان کډوال هېواد ته را ستانه شوي

په رپوټ کې راغلي چې د ملګرو ملتونو له خوا ستنېدونکي هر افغان ته د ۴۰۰ ډالرو ور کولو هم د پاکستان له زور زیاتي د ځان ژغورنې لپاره دا کډوال چمتو کړل چې خپل هېواد ته ستانه شي.

د انساني حقونو اداره وايي، پر دې هم غور پکار دي، چې په کډوالو کې ډېر داسې هم دي چې خپلو جګړه ځپلو سیمو ته ستنېدل نه غواړي، یا هم کور نه لري، چې ور ستانه شي.

دې ادارې ته کډوالو دا هم ویلي، چې په پاکستان کې د افغان ضد احساساتو ناڅاپي پیدا کېدلو هم دوی وېرولي دي.

ملګرو ملتونو د روان کال د جنورۍ پر ۲۷ د انساني حقونو ادارې ته لیک استولی، چې پکې یې د کډوالو اړوند اندېښنې منلې، خو دا خبره یې رد کړې چې "د پیسو په دوه چنده کېدلو سره د کډوالو ستنېدل چټک شوي دي".

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د بشري حقونو اداره پر پاکستان تور لګوي چې په لکونو افغان کډوال یې په زور ستانه کړي دي.

ورته مطالب