ملګري ملتونه: هلمند کې د ناټو هوايي برید ملکي وګړي وژلي

د انځور حقوق Getty Images
Image caption ملګرو ملتونو په هلمند کې د ملکي مرګ ژوبلې په ډېرېدو اندېښنه ښودلې ده.

ملګرو ملتونو تاييد کړې چې د هلمند ولايت په سنګين ولسوالۍ کې د ناټو په وروستۍ هوايي بريد کې ولسي وګړي وژل شوي دي.

درې ورځې وړاندې د ناټو ځواکونو د افغان ځواکونو په ملاتړ د سنګين ولسوالۍ کې په ظاهره دافغان حکومت د وسله والو مخالفینو پر ضد هوايي ګوزارونه وکړل چې شاوخوا ۲۰ کسان په کې ووژل شول.

هلمند کې ځانمرګي برید مرګ ژوبله اړولې

د هلمند لښکرګاه کې موټربم برید مرګ ژوبله اړولې ده

خو اوس د ملګرو ملتونو موندنې ښيي د وژل شويو لويه برخه ملکیان دي چې په هغو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازې ادارې یوناما په یوه خبرپاڼه کې چې رسنیو ته يې استولې ویلي، بریدونه د روانې میلادي میاشتې په نهمه او لسمه نېټه شوي، چې نژدې ټول "۱۸ وژل شوي يې ملکيان دي".

ملګرو ملتونو په هلمند کې د ملکي مرګ ژوبلې په ډېرېدو اندېښنه ښودلې ده.

د هلمند ولايت يو اوسېدونکی چې په دې بريد کې يې خپلوان وژل شوي وايي، "په دغه پېښه کې ډېری وژل شوي مېرمنې او ماشومان دي".

په همدې حال کې د هلمند د والي ویاند عمر ځواک وايي، د نورې څېړنې او سمې موندنې لپاره يې سنګين ولسوالۍ ته يو پلاوی استولی دی. دا په داسې حال کې ده چې وړاندې د هلمند والي په دغه پېښه کې د ولسي وګړو مرګ ژوبله رد کړې وه.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د ناټو ځواکونو د افغان ځواکونو په ملاتړ د سنګين ولسوالۍ کې په ظاهره دافغان حکومت د وسله والو مخالفینو پر ضد هوايي ګوزارونه وکړل چې شاوخوا ۲۰ کسان په کې ووژل شول

بله خوا په افغانستان کې د پریکنده ماموریت نړیوال ځواکونه وايي په هلمند کې د امریکايي ځواکونو د هوايي بریدونو له امله د ملکي مرګ ژوبلې کلکه پلټنه کوي.

د ناټو وياند جنرال چارلس کليفلنډ وايي "موږ په سنګين ولسوالۍ کې د ملکي کسانو د مرګ ژوبلې په اړه خبر يوو په دې اړه مو پلټنې پيل کړې خو پايلې لا نه دي روښانه شوې."

د نوموړي په وينا "په سيمه کې ډزې روانې وې خلکو پر يو بل ډزونه کول د درنو وسلو ډزې هم کېدې او بيا هوايي بريد وشو، اوس مهال موږ څېړو چې د امريکا هوایي بريد د ملکي خلکو د مرک ژوبلې لامل شوی که نه."

څو ورځې وړاندې ملګرو ملتونو په خپل کلني راپور کې ۲۰۱۶ کال د ملکي مرګ ژوبلې له اړخه خونړۍ بللی و.

د ملګرو ملتونو په راپور کې ویل شوي تېر کال ۳۵۰۰ ولسي خلک وژل شوي او ۸ زره نور ټپیان دي، چې د راپور پر بنسټ یوازې د دوه سلنې پړه يې پر نړیوالو ځواکونو اچول شوې.

اړونده مطالب

ورته مطالب