د مينانو ورځ
په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د مينانو ورځ

د فبرورۍ ۱۴ مه د نړۍ لروبر ګڼ شمېر خلک د مينې د ورځې په توګه لمانځي. افغانستان او پښتونخوا کې هم ټولنيزو رسنيو ته د لاسرسي په پراخېدو، دا ورځ ورو ورو په دودېدو ده.

کابل کې هم يو شمېر خلکو نن دا ورځ لمانځلې، آریا احمدزۍ د هغو کورنیو لیدو ته ورغلې وه چې ودونه یې د مینې یا هم د کورنیو د خوښې پر بنسټ شوي دي.