د مینانو ورځ په کابل کې

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
د مينانو ورځ

د فبرورۍ ۱۴ مه د مینانو ورځ بلله کېږي. دغه ورځ د نړۍ په لراو بر کې د ځینو کسانو لخوا د ګلانو په ورکولو لمانځل کېږي.

د افغانستان پلازمېنه کابل کې هم یو شمېر ځوانان په دې ورځ خپلو کې یو بل ته ګلان ورکوي.

نن د کابل یو شمېر واټونه او هټۍ په سرو ګلانو رنګین شوي وو.

کابل مېشتو میینانو یوه بل ته ډالۍ ورکړې.

د مینانو پر ورځ د سلګونه زره پونډو درغلۍ خبرداری

د کابل د ګل پلورنې کوڅې ګلان له کومه راځي؟

وېلنټاین ډې د نړۍ په بېلو سیمو کې

د کابل پر واټونو مې داسې ځوانان ولیدل چې په لاسونو کې یې سره ګلان لېږدول، ښکاره ده چې د مینې اظهار په پار به یې چاته ډالۍ کول.

دې لمانځنو بل رنګ هم درلود، ځېنو په کې د پخوانۍ مینې کیسې تازه کولې.

ذکیه او شکور هغه جوړه چې د کابل ښار لویدیځې څنډې په یوه کرايي کور کې ګډ ژوند کوي. دوی د خپلو کورنیو له مخالفت سره سره په مینه یو بل منلي.

دا هغه څه دي چې په افغاني ټولنه کې یې بېلګې لږ دي. ذکیه، چې د واده یې څلور میاشتې کېږي، وايي:

" لومړیو کې مخالفتونه ډېر وو، خو په هرې کورنۍ کې دا خبرې شته، په تیره کله چې بیا نجلۍ او هلک سره پردي وي، خو موږ مبارزه وکړه او خپله مینه مو بریالۍ کړه. "

د خواله رسنیو کارونکي هم په دې ورځ وروسته نه وو، بلکې د مینې پیغامونه په کې کښته پورته کېدل.

یو کاروونکی چې مستعار نوم بشیر خان کاروي، که څه هم نورو ته مبارکي ورکوله، خو خپله ګیله من ښکاري. واده یې د کورنۍ په خوښه کړی. هغه په دې باور دی چې د ځوانانو له خوښې پرته واده ،ستونزې پیدا کولی شي.

'' کله چې یو ځوان ته د هغه له خوښې پرته واده کېږي، هغه اصلاً ورباندې تپل کېږي او دا په راتلونکي کې دهغوي د بیلتون لامل هم کېږي. ''

د راحلې بیا د مینې هیلې په ماشومتوب کې مړاوې شوې.

د راحیلې واده بیا د کورنۍ په خوښه وشو ، چې ځان خوښ بولي. هغه وايي، ۲۳ کاله یې له خاوند سره د عمر توپیر و، خو د خاوند له لوري ملاتړ او خوندیتوب یې له خاونده سره د مینې غوټۍ غوړولې.

'' که خاوند مې نه وي، یوه شېبه ژوند هم نه غواړم زما ټول ژوند زما خاوند دی ډېر راباندې ګران دی او درناوی یې کوم. "

افغانستان کې ډېر کسان په دې باور دي، چې نه د مینې او نه هم د کورنۍ په خوښه واده د خوشاله ژوند ډاډ رامنځ ته کوي، خو د جوړو ترمنځ مینه او ژمنتیا ودونه ژغولی شي.

اړونده مطالب