جاپان افغانستان ته څه باندې ۱۰۰ قاچاق شوي لرغوني اثار ستانه کړل

Image caption ډېری دغه لرغوني اثار د بودايي دورې اړوند دي.

افغانستان ته څه باندې هغه سل لرغوني اثار بېرته ستانه او کابل ته ولېږدول شول، چې جاپان ته قاچاق شوي وو. دغه اثار د افغانستان د کورنیو جګړو پرمهال جاپان ته قاچاق شوي وو.

د افغانستان دولت د جاپان دغه ګام ستایلی دی.

تېر لس کاله افغانستان کې تر ۵۰۰۰ ډېر لرغوني اثار کشف شوي

غلا شوي لرغوني اثار ملي موزیم ته وسپارل شول

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو کلتوري سازمان "یونیسکو" ویلي، دا هېوادونو ته دا پیغام دی چې د افغانستان تاریخي اثار باید په همدغه هېواد کې وساتل شي.

په قاچاق شويو اثارو کې کاپیسا کې پر ډبرو د بودايي دورې کمیابه لیکل شوي څیزونه، له ننګرهاره د بودا او بودیستوا مجسمې او بامیانو له سمڅو نه د بودايي دورې پر دېوال نقاشۍ شاملې دي.

اوس جاپان ۱۰۲ د افغانستان ازرښتناکه لرغوني اثار د افغانستان ملي موزیم ته سپارلي دي.

افغانستان ته له ستنولو وړاندې دغه لرغوني اثار د جاپان توکیو او کیوشوی ښارونو کې د افغانستان د پېژندنې په پار نندارې ته وړاندې شوي وو.

په دغو اثارو کې ځینې یې له ښیې او عاج څخه جوړ شوي چې د کابل له شمالي بګرام لرغونې سیمې کشف شوي وو.

دوې سکې د چمن حضوري د کول سیمې له خزانې او یو مهم بل اثر د افغانستان له شمالي ای خانم سیمې اړوند دي.

دغه لرغوني اثار په حیرانوونکې توګه د توکیو پوهنتون د مخکیني مشر دوکتور ایکو هیرویاما له خوا - چې اوس ژوندی نه دی، ساتل شوي دي.

افغان دولت د ښاغلي ایکو د خدمتونو له کبله د هغه کورنۍ ته د سید جمال الدین افغان دولتي مډال ورکړ.

په لوګر کې د لرغونو اثارو موزیم جوړېږي

د باميانو د بودا يوه مجسمه رغول کېږي

وړاندې هم له افغانستانه قاچاق شوي لرغوني اثار له امریکا، بریتانیا، ناروې، ډنمارک، ایران، سویس او ځینو نورو هېوادونو څخه ملي موزیم ته راوړل شوي، خو لاهم له ملي موزیم او نورو لرغونو سیمو سلګونه ارښتناکه قاچاق شوي لرغوني توکي ورک دي.

اړونده مطالب

ورته مطالب