پاکستان له افغانستان د ۷۶ "ترهګرو" د سپارلو غوښتنه وکړه

ر
د عکس تشریح،

دا لومړی ځل دی چې د شکایت لپاره افغان چارواکي د پوځ مرکز ته ور بلل کېږي.

د پاکستان پوځ وايي، چې په اسلام اباد کې یې د افغان سفارت چارواکي ور بللي او په افغانستان کې د "ترهګرو " پرضد د سملاسي عملیاتو غوښتنه ترې کړې ده.

د پوځ د عامه اړیکو مشر تورنجنرال اصف غفور د جمعې په ورځ په یوه ټوېټ کې لیکلي، چې افغان چارواکو ته یې د داسې ۷۶ "ترهګرو" نوملړ ور کړی، چې په افغانستان کې استوګن دي.

د نوموړي په خبره، افغان چارواکو ته یې دا هم ویلي، چې د دغو "ترهګرو" پرضد عملیات وکړي او پاکستان ته یې وسپاري.

دا لومړی ځل دی چې د پاکستان د پوځ عمومي مرکز ته د شکایت لپاره افغان چارواکي ور بلل کېږي، ځکه له دې مخکې دا کار د پاکستان د کورنیو چارو وزارت کاوه.

دا ګام له هغه وروسته دی چې د جمعې په شپه د سیند ایالت د سیهون ولسوالۍ په لال شهباز قلندر زیارت کې د چاودنې له امله له کسان ووژل شول.

اسلامي دولت یا د داعش په نوم ډله وايي، دا برید یې کړی دی.

په سیند کې درې ورځې ملي ماتم

د عکس تشریح،

د لال شهباز قلندر زیارت کې د ځانمرګي برید له امله ۷۶ کسان وژل شوي او تر ۲۵۰ نور ټپیان دي.

په لال شهباز قلندر زیارت کې له چاودنې وروسته په سیند ایالت کې درې ورځې ماتم اعلان شوی، په پښتونخوا او پنجاب کې هم یوه ورځ ویر کېږي.

په لال شهباز قلندر زیارت کې د چاودنې له امله، ۴۳ سړي، ۲۳ ښځې او لس ماشومان وژل شوي دي.

ځايي چارواکي وايي، چې د ۶۵ کسانو مړي یې د دوی کورنیو ته سپارلي دي.

په دې پېښه کې له ۲۵۰ ډېر کسان ټپي شوي، چې د ۴۰ حالت نازک ښودل شوی دی.

د پاکستان لومړي وزیر دا برید غندلی او ویلي یې دي چې عاملانو ته به یې سخته سزه ور کړي.

له افغانستان سره د تګ راتګ لارې تړل

د عکس تشریح،

په لال شهباز قلندر زیارت کې په داسې مهال ځانمرګی شوی، چې ډېر خلک راټول و.

په زیارت کې د جمعې شپې له برید وروسته د پاکستان پوځ له دغې پېښې وروسته وویل، چې له افغانستان سره یې د تګ راتګ ټولې دروازې تر ناڅرګند وخت پورې وتړلې.

پوځ وايي، دا پرېکړه یې د امنیتي اندېښنو له امله کړې ده.

د پاکستان دولتي تلوېزون هم وايي، چې له تورخم وروسته چمن لار هم تړل شوې او له دې حکم د سرغړوونکو کسانو د وژلو امر شوی دی.

په پاکستان کې په تېرو څو ورځو کې ترهګریزې پېښې زیاتې شوې، چې له امله یې تر ۱۰۰ ډېر کسان وژل شوي دي.

په دې کې د ډېرو بریدونو مسوولیت له پاکستاني طالبانو غورځنګ بېلې شوې ډلې جماعت الاحرار په غاړه اخیستی دی.

د پاکستان ولسي او پوځي چارواکي وايي، چې دا بریدونه هغو وسلوالو کړي چې په افغانستان کې خوندي پټنځي لري.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د سې شنبې په ورځ په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت مرستیال ور بللی و او د هغه څه له امله یې سخته اندېښنه ورته ښودلې وه، چې دوی یې له افغان خاورې په پاکستان کې د بریدونو ترسره کول بولي.

دغه وزارت په خپره کړې بیانیه کې ویلي، له افغان چارواکو یې وغوښتل چې په افغانستان کې دې د "ترهګرو"، د هغوی د پټنځیو، مرستندویانو او اسانتیا برابروونکو پرضد سملاسي ګامونه پورته کړي.

د عکس تشریح،

پاکستان له تورخم وروسته چمن لار هم تړلې ده.

د افغان حکومت غبرګون

د ارګ له خوا خپره شوې بیانیه کې افغان ولسمشر اشرف غني په لال شهباز قلندر زیارت کې برید غندلی دی.

په دغه بیانیه کې د ولسمشر غني له خولې راغلي "تروریستانو یو ځل بیا ثابته کړه چې په اسلامي او انساني ارزښتونو باور نه لري ".

ولسمشر غني ترهګر د ټولو هېوادونو ګډون دښمن بللي او هیله یې ښودلې چې پر ضد یې رښتونې مبارزه وشي.

د ملګرو متلونو سرمنشي او د نړۍ د نورو هېوادونو مشرانو هم په سیند ایالت کې دغه برید غندلی دی.