د عکسونو البوم: د تورخم پولې تړل

د پاکستان سند ایالت یوه زیارت کې له خونړي برید وروسته د دغه هېواد پوځ اعلان کړی، چې له افغانستان سره یې ټولې پولې سملاسي تړلې دي. دا انځورونه ازاد عکاس میلاد حمیدي پښتو بي بي سي وېبپاڼې ته اخیستي دي.

تورخم
د عکس تشریح،

د پاکستان سند ایالت یوه زیارت کې له خونړي برید وروسته د دغه هېواد پوځ اعلان کړی، چې له افغانستان سره یې ټولې پولې سملاسي تړلې دي.

د عکس تشریح،

د پاکستاني پوځ رسنیز دفتر له لوري ویل شوي، چې پولې به تر نامعلومه مهاله تړلې وي.

د عکس تشریح،

د عوامي نیشنل ګوند یو مشر افراسیاب خټک په یوه ټویټر پیغام کې ویلي، 'له افغانستان سره د تورخم پولې تړل د پاکستان د پالیسي ناتواني ښيي

د عکس تشریح،

د ننګرهار والي ګلاب منګل وایي د دروازې په سر بحث د مرکزي حکومت کار دی خو ولایتي اداره په تورخم کې د مسافرو او ناروغانو لپاره جدي پاملرنه کړې.

د عکس تشریح،

و افغان چارواکي وايي د لارو په تړلو سره د ترهګرۍ په وړاندې مبارزه نه شي کیدای.

د عکس تشریح،

د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ د ویاند مرستیال شاه حسین مرتضوي په دې اړه بي بي سي ته وویل افغان حکومت له ترهګرو ډلو سره د مبارزې په لومړۍ کرښې کې ځای لري.

د عکس تشریح،

اسلامي دولت نومې ډلې یا داعش ویلي پاکستان کې پر لال شهباز قلندر زیارت برید دوی کړی دی.

د عکس تشریح،

پېښور کې ځینې افغان ناروغان، چې مړه شوي وو، افغانستان ته یې په راوړلو کې د تورخم بندېدو ستونزې یو پر دوه کړې.

د عکس تشریح،

مسافر چې سهار وختي د تورخم دروازې تر شا ولاړ دي، له افغان حکومته غواړي چې دغه مسله له ډیپلوماتیکې لارې حل کړي.

د عکس تشریح،

هره ورځ به د تورخم له پولې سلګونه کسان افغانستان او پاکستان ته اوښتل.

د عکس تشریح،

د ګڼو افغان کورنیو وګړي او خپلوان پاکستان کې کاروبار لري.

د عکس تشریح،

پاکستاني پوځ ویلي پولې یې د امنیتي اندېښنو له امله تړلې چې ګواکې د افغانستان له پولو دوی ته ګواښ پېښ شوی.