"افغان او پاکستاني مشرانو د ترهګرۍ ضد همکارۍ هوکړه وکړه"

افغان چارواکي وايي د لارو په تړلو سره د ترهګرۍ په وړاندې مبارزه نه شي کیدای.
افغان او پاکستاني لوړپوړو چارواکو سره هوکړه کړې، چې په دواړو هېوادونو کې د ترهگرۍ ضد اغېزمنې همکارۍ لپاره له خپلو مشرانو سره سلا مشورې وکړي.
دا هوکړه د افغانستان د ملي امنيت شورا سلاکار حنيف اتمر او په بهرنيو چارو کې د پاکستان د لومړي وزير سلاکار سرتاج عزيز ترمنځ پرون د ټيليفوني خبرو اترو پر مهال وشوه.
د د غو لوړ پوړو افغان او پاکستاني چارواکو ترمنځ اړيکه وروسته له هغه ټينگه شوه چې د پاکستان په سند ايالت کې د لال شهباز قلندر پر زيارت يوۀ خونړي ځانمرگي بريد له امله، د دواړو هېوادونو له لوري پر يوه بل د تورونو پورې کول يو ځل بيا زور واخيست.
ښاغلي اتمر له ښاغلي عزيز سره به ټيليفوني خبرو کې ويلي د لال شهباز قلندر پر زيارت د بريد پړه داعش رسماً منلې چې په دې وروستيو کې يې په کابل کې هم ورته ترهگريز بريدونه کړي.
د افغانستان د امنيت شورا د خپرې کړې وينا پاڼې پربنسټ ښاغلي اتمر سرتاج عزيز ته وويل "افغانستان او پاکستان د ترهگرو د پټنځايونو له منځه وړلو لپاره بايد په گډه اغېزمنې لارې چارې غوره کړي."
په همدې حال کې د پاکستان پوځ وايي د هېواد په لرو او بر کې يې د يو لړ پراخو عملياتو په ترڅ کې څه د پاسه ١٠٠ اورپکي وژلي او لسگونه نور يې نيولي دي.
د عکس سرچینه، AFP
ښاغلي اتمر له ښاغلي عزيز سره به ټيليفوني خبرو کې ويلي د لال شهباز قلندر پر زيارت د بريد پړه داعش رسماً منلې چې په دې وروستيو کې يې په کابل کې هم ورته ترهگريز بريدونه کړي.
پاکستاني پوځي چارواکو همداراز د احتجاج په توگه افغان ډيپلوماټان په رولپنډۍ کې خپل مرکز ته وربللي و او د ٧٦ مشکوکو اورپکو نوملړيې ور سپارلى چې په وينا يې اوسمهال په افغانستان کې دي.
د پاکستان پوځي سرچينې وايي د ډيورنډ کرښې په اوږدو کې يې د ترهگرو پټنځايونه په نښه کړي دي.
د پاکستان لومړي وزير نواز شريف ويلي هېواد يې د پاېښت جگړه کوي.
د عکس سرچینه، AFP
د اتمر او سرتاج عزیز ترمنځ اړيکه وروسته له هغه ټينگه شوه چې د پاکستان په سند ايالت کې د لال شهباز قلندر پر زيارت يوۀ خونړي ځانمرگي بريد له امله، د دواړو هېوادونو له لوري پر يوه بل د تورونو پورې کول يو ځل بيا زور واخيست.