"تېر یوه کال کې د داعش دوه زره وسله وال وژل شوي"

د انځور حقوق AFP
Image caption چارواکي وايي په فراه او هلمند ولایتونو او د زابل او ننګرهار په ځينو سيمو کې يې داعش ډله ځپلې ده.

افغان امنيتي چارواکي وايي، په تېر یوه کال کې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د "داعش" یا د "اسلامي دولت" نومې ډلې نژدې دوه زره وسله وال وژل شوي دي.

د افغانستان لوی درستيز وايي، په وژل شويو کې د "داعش" د یوشمېر بهرنیو هېوادونو لکه ازبکستان، تاجکستان، چین، چيچن او د ځينو نورو عربي هېوادونو اړوند کسان هم شامل دي.

چارواکي وايي په فراه او هلمند ولایتونو او د زابل او ننګرهار په ځينو سيمو کې يې داعش ډله ځپلې ده.

افغان حکومت وايي، په دغه هېواد کې د "اسلامي دولت" یا د "داعش" نومې ډلې له پېدا کېدو سره افغان امنيتي ځواکونو د دوی د ځپلو لپاره ډېر عملیات پېل کړي.

'ننګرهار کې د داعش ډلې تر ۵۰ ډېر اورپکي وژل شوي'

"د هند ځینې ځوانان له خپلو کورنیو سره په ننګرهار کې له داعش سره یو ځای شوي"

د افغانستان لوی درستيز قدم شاه شهيم په یوه خبري ناسته کې وویل چې داعش ډله له فراه او هلمند ولایتونو په بشپړ ډول ایستل شوې او دغه ډله د زابل او ننګرهار ولایتونو تر یو څو ولسوالیو او کلیو محدوده شوې ده:

"زه تاسې ته ویلای شم چې په افغانستان کې مو د داعش په نوم د ترهګرې ډلې ۱۹۵۵ تنه له منځه وړي دي. دوی د بېلابېلو هېوادونو وو. څلور د تاجکستان وو، د ازبکستان ۱۱ تنه وژل شوي او ۴ ټپیان دي، د چيچين ۷ تنه، څلور کسه چينايي وګړي، همدا راز د ځينو عربي هېوادونو ۸ تنه وژل شوي. دوی هغه کسان وو چې له ترهګرو ډلو په ځانګړي دول له داعش سره یو ځای شوي وو."

که څه هم د داعش د وژل شویو کسانو شمېر د کومې خپلواکې سرچينې لخوا نه دی تایئد شوی خو د سیاسي چارو یو افغان کارپوه وحید مژده دغه شمېرې یو تبلیغاتي کار بولي او وايي په افغانستان کې د دې ډلې شمېر دومره ډېر نه دی.

په ختيز ولایت ننګرهار کې قبایلي سيمو ته څېرمه پر ډيورنډ کرښه لږ تر لږه څلور ولسوالۍ د داعش د فعالیتونو اصلي مرکزونه بلل کیږي او د دې ډلې مهمو قومندانانو ته تر بل هر ځایه په همدې سیمه کې ډېره مرګ ژوبله اوښتې.

ښاغلي شهيم د دې ډلې د څو قومندانانو نومونه د بېلګې په ډول یاد کړل:

"تاسې شاهد یئ چې رووف خادم په هلمند کې له منځه یوړل شو، حافظ سعید خان په ننګرهار کې ووژل شو. همدا راز شاهد الله چې په شيخ مقبول شاه مشور و، مفتي طيب، شيخ ګلزمان چې د جهادیار په نوم مشهور و، مرحبا، مولوي مخلص، مولوي سیف الاسلام، حضرت نبي، وسیع الله، ولي الله باجوړی او نجم الدین باجوړی، د داعش ډلې هغه مشران وو چې په تېرکال کې افغان امنيتي ځواکونو له منځه وړي دي."

که څه هم د افغانستان لوی درستيز د کوم ځانګړي هېواد نوم وانخیست خو ویې ویل، هغه هېوادونه چې د پاکستان په څېر د طالبانو ملاتړي دي، تېروتنه کوي.

له هغه وروسته چې روسيې له طالبانو سره د خپلو اړيکو له شته والي پرده پورته کړه، په افغانستان کې د روسيې لاسوهنې او د افغان دولت له مخالفو وسله والو د دغه هېواد د ملاتړ په اړه انديښنو زور واخیست.

قبایلي سیمو کې د داعش نویو ګواښونو خلک اندېښمن کړي

داعش ډلې د سترې محکمې د برید پړه ومنله

داعش له سوریې او عراق وروسته دوه کاله وړاندې په افغانستان کې راپورته شوه. په هغو ویډيوګانو کې- چې تر اوسه د دې ډلې په اړه خپرې شوې- ښکاري چې د طالبانو یو شمېر پخواني قومندانان هم له دې ډلې سره یو ځای شوي دي.

داعش له افغان امنيتي ځواکونو سره پر جګړه سربېره کله نا کله له طالبانو سره هم ښکېله شوې ده.

Image caption د افغانستان لوی درستيز قدم شاه شهيم په یوه خبري ناسته کې وویل چې داعش ډله له فراه او هلمند ولایتونو په بشپړ ډول ایستل شوې او دغه ډله د زابل او ننګرهار ولایتونو تر یو څو ولسوالیو او کلیو محدوده شوې ده

اړونده مطالب

ورته مطالب