ننګرهار کې سلګونو کسانو د پاکستان توغندیز بریدونه وغندل

ننګرهار د انځور حقوق Getty Images
Image caption د افغانستان پر خاوره د پاکستان د پوځ له خوا د راکټونو توغولو د ولسي وګړو قهر پارولی.

د افغانستان په ختیځ ننګرهار ولایت کې سلګونه خلکو د پاکستاني پوځ د هغو راکټونو په غبرګون کې لاریون وکړ چې ویل کېږي سلګونه کورنۍ یې له خپلو مېنو کډې کولو ته اړ کړي او یو شمېر کسانو ته یې مرګ ژوبله اړولې.

لاریون وال پر ولسي مېشت ځایونو دا ډول بریدونه "غیر انساني" او د ګاونډ له اخلاقو سرغړونه یادوي او له ملګرو ملتونو د مداخلې غوښتنه کوي.

افغان چارواکي وايي په کونړ او ننګرهار ولایتونو کې پرلپسې درې ورځې د ډیورنډ له کرښې پورې پاکستاني پوځیانو په ولسي مېشت ځایونو سلګونه توغندي وار کړي.

هند وايي دوو کلونو کې به له پاکستان سره پوله په بشپړه توګه وتړو

پاکستان زیارت کې ځانمرګي برید، له ۸۰ ډېر کسان وژل شوي

که څه هم کابل تېره ورځ د پاکستان سفیر د دغو بریدونو په تړاو احضار کړی و خو لا هم چارواکي وايي بریدونه نه دي درېدلي.

کابل کې د بي بي سي خبریال سید عبدالله نظامي وايي د پاکستاني ځواکونو له لوري پر ډیورنډ کرښه څو جلا جلا سیمو کې د توغندیو د لګېدو خبره شوې.

د ننګرهار ولایت سلګونه اوسېدونکي چې ډېر یې د لالپورې ولسوالۍ اوسېدونکي ول د پاکستان پر وړاندې یې د "مرګ" نارې وهلې او له ملګرو ملتونو یې وغوښتل چې د پاکستاني پوځیانو له لوري پر افغان خاوره د شویو توغندیزو بریدونو پوښتنه دې وشي.

د انځور حقوق Getty Images

لاریون داسې مهال کېږي چې لا هم پر ډیورنډ کرښه ځینو سیمو کې د تازه بریدونو خبره شوې.

د ننګرهار د والی ویاند عطاالله خوګياڼی وایي، پاکستان تېره شپه ۴۰۰ راکټه ننګرهار ته پر څېرمه پرتو ولسوالیو راویشتلي. د دې راکټونو له کبله ډېر خلک اړ شوي خپل کورونه پرېږدي او خوندي سیمو ته کډه شي.

چارواکي وايي پاکستاني ځواکونو د یوبل ختیځ ولایت کونړ پر څو ولسوالیو هم ګڼ توغندي وار کړي چې د خلکو د کړاو او زیان لامل شوي.

د کونړ د ولایتي ادارې ویاند عبدالغني مصمم وايي، ډیورنډ کرښې ته په ورڅېرمه ولسوالیو باندې نژدې ۷۰ توغندي لګېدلي دي.

د ننګرهار او کونړ چارواکي وايي، بی ځایه شوې کورنۍ نورو ولسوالیو ته کډه شوي او تر دې مهاله د هېچا له خوا ورسره مرسته نه ده شوې.

پاکستان تورخم پوله تړلې ده

د عکسونو البوم د عکسونو البوم- پاکستان پر پوله د څارنې نوې اله لګولې

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت د پاکستان سفیر د دغو راکټونو په اعتراض وربللی و خو یوه ورځ وروسته لا هم د بریدونو خبره کېږي.

څو ورځې وړاندې د پاکستان په سند ایالت کې د صوفیانو په یوه زیارت ځانمرګې برید وشو چې له کبله یې تر ۸۰ ډېر کسان ووژل شول او شاوخوا۲۵۰ تنه ټپیان شول.

د پاکستان دولت افغانستان تورن کړی او ادعا کوي هغه خلکو ته یې پناه ورکړې چې د پاکستان په وړاندې جګړه کوي.

د افغانستان دولت بیا دا ادعاوی بې بنسټه بولي او وايي افغانستان خپله د ترهګرۍ قرباني دی او پاکستان تورنوي چې د طالبانو، حقاني شبکې او د افغانستان نورو مخالفو ډلو ته يې په خپل هېواد کې ځای ورګړی.

د دغو ګاونډیو هېوادونو ترمنځ سیاسي تاوتریخوالی له ډېرې مودې راپدېخوا روان دی خو پر کرښه د دروازو تړل او توغندیزو بریدونو د ولسي وګړو کړاو تر هر بل وخت ډېر کړی دی.