ازاده جرګه: د ملي پیوستون پروژه په ولسي تړون واوښته
ازاده جرګه: د ملي پیوستون پروژه په ولسي تړون واوښته
د ملي پیوستون په نامه د افغان دولت لویه پروژه په ولسي تړون واوښته. د ملي پیوستون پروژه تر ډېره د ښار او کلي ترمنځ د واټن لېرې کولو او په رغنیزو پروژو کې د انډول هڅه وه.
د دغو پروژو په اړه د اداري فساد نیوکې هم شته چې ګواکې ټګي برګي پکښې وه او د زورواکو په خوښه کارکېده.
دولت وايي په نوي ولسي تړون پروژې کې به ښارونه هم شامل وي او د شوراګانو ۵۰٪ باید ښځي وي.
د بي بي سي ازادې جرگې بحث پرې درلود اوليا اطرفي يې جزييات راکوي.