افغانستان کې د انټيبيوټيکو بېځايه کارولو ستونزه
افغانستان کې د انټيبيوټيکو بېځايه کارولو ستونزه
کارپوهان وايي د درملنې لارو چارو کې جدي ستونزې زېږولی شي.
یو شمېر کارپوهانو په افغانستان کې د انټيبیوټیک درمل د بېځایه کارونې په اړه اندېښنه ښوولې او وايي دا کار د درملنې لارو چارو کې جدي ستونزې رامنځ ته کولی شي. افغانستان ته هر کال د لسګونه میلیون ډالرو په ارزښت د انټيبیوټیک درمل واردېږي.
د افغانستان روغتیا وزارت وايي د دغو ستونزو د حل لپاره یي اوس د یوې طبي شورا په جوړولو کار پیل کړی دی. نو انټيبیوتیک درمل ولې ډېر او بېځایه کارول کېږي؟
کابل کې يې زموږ همکار عبیدالله حسام په اړه رپوټ چمتو کړی.