د اوونۍ بحث: ولې افغانستان لا هم د لوېديځ او امریکا د پام وړ دی؟

په دې وروستیو کې افغانستان کې د وسلوالو پر ضد د لا اغېزمنې مبارزې په موخه د امریکایي ځواکونو د شمېر زیاتولو پوښتنې راپورته کړې دي.

د امریکا د دفاع وزیر، جېمز متېس د میونیخ امنیتي کنفرانس کې له ولسمشر غني سره د افغانستان د امنیتي حالت په هکله خبرې وکړې.

ننني بحث کې د امریکایي ځواکونو د شمېر زیاتولو او د افغانستان امنیت ته یې نوي پام ته کتنه کوو. ولې افغانستان لا هم د لوېديځ او امریکا د پام وړ دی؟

سپين تڼي د پوځي چارو کارپوه نیک محمد کابلی، د نړیوالو چارو شنونکی روستار ترکی او د سیمه ییزو چار کار پوه افراسیاب خټک پر همدې موضوع غږولي دي.