د کابل مظاهره کوونکو له نړیوالو د پاکستان لاسوهني مخ نیوی غوښتی

ر
د عکس تشریح،

مظاهره چیانو له ملګرو ملتونو وغوښتل چې د افغانستان پرضد د پاکستان د ناوړه چلند مخنیوی وکړي.

د افغانستان مبارزو ځوانانو په نوم مدني ټولنې لسګونو کسانو په مظاهرې سره پر افغان خاوره د اسلام اباد وروستي توغندییز بریدونه وغندل او له نړیوالو یې وغوښتل چې د پاکستان د لاسوهنو او تیریو مخه ونیسي.

دوی د پاکستان پوځي مرکزونو ته د افغان دیپلوماتانو وربلل او د ترانسپورتي لارو بندول د نړیوالو اصول خلاف وبلل.

دې مظاهره چیانو ولسمشرۍ ماڼۍ او د ملګروملتونو دفتر ته نژدې په مظاهرې سره د ملګرو ملتونو له امنیت شورا او د اسلامي هیوادونو د همکارۍ له سازمانه وغوښتل، پر پاکستان فشار را وړي چې په سیمه او افغانستان کې له لا زیاتو خرابیو لاس په سر شي.

اعتراض کوونکو پر افغان خاوره د پاکستان لخوا راکیټي بریدونه ښکاره تېری یاد کړ او د پاکستان له خوا یې د ډیورند کرښې په اوږدو کې د ترانسپورتي لارو بندل هم د نړیوالو اصولو خلاف کار وباله.

د دغې ټولنې مشر امید وطنیار وايي، نړیوال باید د پاکستان پر وړاندې له دوه ګني سیاسته لاس واخلي:

"که دوی دا کار ونه کړي موږ خپلو هڅو ته دوام ور کوو او ان چمتو یو چې تر ډیورنډ کرښې لاړ شو او د پاکستان پرضد ټوپک پورته کړو".

افغان چارواکي وايی، تیره اونۍ د پاکستان له خوا د ننګرهار پر خاوره شااوخوا ۴۰۰ توغندي راغلي چې ګڼ شمیر کورنۍ یې بې ځایه کړې دي.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح،

پاکستان د تورخم په ګډون له افغانستان سره نورې لارې هم د تګ راتګ په مخ تړلې دی.

لال پوره د ننګرهار له هغو ولسوالیو ده چې په تېرو ورځو کې د پاکستان د توغندیو تر برید لاندې راغله.

د دغې ولسوالۍ یو قومي مشر حاجی شان بي بي سي ته وویل، شاوخوا د ۲۲ کلیو خلک کډه شوي او جدي مرستو ته اړتیا لري.

هغه دا هم وویل چې له تېرو دوو ورځو راهیسې دا بریدونه درېدلي دي.

په اسلام اباد کې د افغانستان سفیر عمر زاخیلوال تېره ورځ وویل، چې پاکستاني پوځیانو په کونړ او ننګرهار د توغندیو توغول درولي.

وروسته له هغه چې یوه ځانمرګي بریدګر د پاکستان سېند ایالت کې د یوه صوفي په زیارت کې لږ ترلږه ۷۰ کسان ووژل پاکستان له افغانستان سره خپلې دروازې وتړلې.

د پاکستان حکومت له هغه راهیسې ډیر شمېر کډوال زندان ته واچول

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح،

په لال شهباز قلندر زیارت کې تر چاودنې وروسته پاکستان له افغانستان سره ټولې لارې وتړلې.