"کندوز لپاره د طالبانو نومول شوی والي وژل شوی"

ملا عبدالسلام تېر کال د کندوز ښار په پرځېدو کې مهم رول درلود
افغان چارواکو تاييد کړې چې په کندوز کې د طالبانو ډلې والي ملا عبدالسلام له ۱۱ نورو کسانو سره وژل شوی دی.
په کندوز ولايت کې د ۸۰۸ زون قوماندان شیر عزیز کامه وال وايي، د طالبانو دغه قوماندان او ورسره ملګري يې د ملي اردو په يوه هوايي بريد کې وژل شوي دي.
ملا عبدالسلام تېر کال د کندوز ښار په پرځېدو کې مهم رول درلود او د چارواکو په وينا په دغه ولايت کې د طالبانو ګڼ بريدونه هم هغه سمبال کړي دي.
طالبانو تراوسه د نوموړي د وژل کېدو په اړه څه نه دي ويلي.
له دې وړاندې هم د ملاعبدالسلام د وژل کېدو يا ټپي کېدو په تړاو خبرونه خپاره شوي و چې طالبانو رد کړي وو.