د عکسونو البوم: هرات کې نندارتون
په لومړي ځل د هرات ځوانو سوداګرو د صنعتي او سوداګریزو توکو لوی نندارتون په هرات کې پرانیستی دی. دا انځورونه له هراته زموږ همکار محمد قاضي زاده راستولي دي.
په لومړي ځل د هرات ځوانو سوداګرو د صنعتي او سوداګریزو توکو لوی نندارتون په هرات کې پرانیستی دی.
که څه هم په دې درې ورځني نندارتون کې تر ډیره بهرني او وارداتي توکي نندارې ته وړاندې شوي، خو د ځوان سوداګرو ټولنه وایي، د وخت په تېرېدو به په خپلو پښو د درېدو لپاره هڅې روانې وساتي.
د لاسي صنایعو له تولیداتو نیولې تر ساختماني، پوښاک او خوراکي توکو – د هر ډول تولیداتو بېلګې دلته نندارې ته وړاندې شوې.
بیه یې هم تر بازاره ټیټه ښودل کېږي.
په هرات کی ډېر نندارتونونه جوړ شوي، خو دا ځکه توپير لري چې د هرات د ځوانو سوداګرو په نوښت جوړ شوی.
په دې نندارتون کې اویا سلنه اېښودل شوي توکي بهرني او په ځانګړې توګه ایراني وارداتي توکي دي.
ځوان سوداګر وایي دوی هڅه کوي په خپلو پښو ودرېږي، خو د دوی په وینا دا هدف په اوږد مهاله پلان ترلاسه کېدای شي.
په تېره یوه لسیزه کې په هرات کې په سلګونو صنعتي فابریکې جوړې شوې. یوشمېر یې بېرته د ځینو لاملونو له کبله بندې شوې. د ځینو فابریکو د ماتې یو لوی لامل د دودیزې سوداګرۍ له مخې فعالیت او د عصري تجارت تشه بلل کېږي.