فکر لارې: ايا په افغانستان کې ښځې له هغو حقونو برخمنې دي چې اسلام ورکړي؟
فکر لارې: ايا په افغانستان کې ښځې له هغو حقونو برخمنې دي چې اسلام ورکړي؟
هر كله چې د ښځو د حقونو خبره كېږي نو د افغانستان د دوديزې ټولنې ډېر نارينه دا غبرگون ښكاره كوي چې موږ د ښځو لپاره د لوېديزې نړۍ حقونه نه غواړو. زموږ ښځې خپل پوره حقونه لري.
د فكر لارې په دې پروگرام كې غواړو دا پوښتنه وكړو، هغه حق چې اسلام ښځې ته وركړی، ايا په تېرو ١٦ كلونو كي په افغانستان كې ښځو ته ورکړل شوي او یا پلی شوي؟
كه نه دی پلی شوي نو په كار نه ده چې د حقونو لپاره مبارزه کوونکي پاملرنه له ښځو نارينه وو ته واړوي او د هغوی په پوهاوي پیل وکړي.
مېلمانه د کابل پوهنتون استاده شبنم صالحي، د اطلاعاتو او کلتور وزارت وياند صابر مومند او په لندن کې د ښځو د حقونو فعاله اوستا تليار ازاده دي.