ننګرهار کې د سيمې په کچه درېيم لوي پوهنتون جوړېږي
ننګرهار کې د سيمې په کچه درېيم لوي پوهنتون جوړېږي
په افغانستان کې د یوه نړیوال اسلامي پوهنتون جوړېدو کار پیل شوی دی.
دا پوهنتون په ننګرهار کې جوړېږي. په ټوله سیمه کې به درېیم لوی پوهنتون وي.
ځینې دا اندیښنه لري چې په دغه ښوونیز مرکز کې به توندلاري مخې ته شي خو چارواکي وايي نصاب د افغانستان د قوانینو او نړیوالو اصولو سره برابر جوړېږي.
پخوا داسې اوازې وې چې لګښت یې یوازې سعودي ورکوي خو افغان چارواکي وايي دا داسلامي هېوادونو په ګډه پانګه جوړېږي.
زموږ همکاره نجما ځلا ننګرهارته ورغلې وه.