ننګرهار کې زيتون

ننګرهار کې زيتون

په افغانستان کې د زيتونو حاصل له ۸ زره ټنو يوازې ۲ زرو ته رالوېدلى دى.

د زيتونو په بڼ کې بوخت کسان وايي چارواکي په دې سيکتور پانگونه نه کوي او خصوصي ډگر لا پام نه دى ور اړولی.

يو مهال افغانستان نورې نړۍ ته د کاله د ٢٥ ميليونه ډالرو زيتون لېږل خو اوس يې خپله له ترکيې او اسپانيا واردوي. نجما ځلا يې د دلايلو د پيدا کولو په هيله ننګرهار ته ورغلې.