د عکسونو البوم: د تورخم دروازې بیا پرانیستل

د ډیورنډ پر کرښه د تورخم دروازه، چې له څه مودې راهیسې پاکستان تړله وه، د نوي کال پر لومړۍ ورځ ګهیځ مهال بېرته پرانیستل شوه. دا انځورونه ازاد عکاس میلاد حمیدي بي بي سي پښتو وېبپاڼې ته راستولي دي.

تورخم
د عکس تشریح،

د افغانستان ختیځ کې د بي بي سي خبریال نعمت الله کریاب وايي، د تورخم دروازه د سې شنبې پر ګهیځ شاوخوا اوه بجې پرانیستل شوه.

د عکس تشریح،

اوس یوازې پاسپورټ لرونکو کسانو ته له تورخمه د اوښتو اجازه ورکول کېږي.

د عکس تشریح،

د تېرې دوشنبې په ورځ د پاکستان لومړي وزیر نواز شریف ویلي وو، د ښه نیت له مخې یې له افغانستان سره د تورخم دروازې د سملاسي پرانیستلو حکم کړی دی.

د عکس تشریح،

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت هم ویلي، وروستیو کې د افغان او پاکستاني چارواکو ترمنځ اړیکې او خبرې د ترهګرۍ پروړاندې د مبارزې په برخه کې د ځینو پرمختګونو لامل شوې دي.

د عکس تشریح،

پر مسافرو سربېره، بار وړونکو ګاډو ته هم د اوښتلو راوښتلو اجازه ورکړل شوې ده.

د عکس تشریح،

پاکستان د مارچ پر اوومه او اتمه هم دا دروازه د هغو خلکو د تګ راتګ لپاره پرانیستې وه، چې قانوني اسناد یې درلودل.

د عکس تشریح،

په پاکستان کې له وسلوالو بریدونو وروسته د دغه هېواد پوځ د تورخم په ګډون له افغانستان سره د تګ راتګ دروازې وتړلې.

د عکس تشریح،

په تېرو ۳۰ ورځو کې د پولې دواړو غاړو ته شاوخوا ۱۰ زره بار وړونکي موټر ولاړ دي.

د عکس تشریح،

د دروازې د تړلو ډېر زیان د پاکستان سوداګرو ته و او له امله یې ددغه هېواد خلکو له چارواکو د دروازې د پرانیستلو غوښتنه کوله.