په افغانستان کې په نشو روږدې مېرمنې چې اوس یې کابل کې د درملنې لومړی مرکز پرانيستل شوی، بي بي سي یې هم ليدو ته ورغلې وه. افغانستان کې د شمېرو له مخې څه باندې اتیا زره مېرمنې په نشه یې توکو روږدې دي.
تر دې وروستیو د دغو مېرمنو د درملنې لپاره کوم ځانګړی مرکز نه و. اوس د افغانستان د عامې روغتیا وزارت کابل کې یو داسې مرکز پرانېستی چې په نشو د روږدو مېرمنو درملنه په کې کېږي او بېرته ټولنې ته د ورګډېدو فرصت ورته برابرېږي.
نجما ځلا دې مرکز ته ورغلې او دا رپوټ یې پرې راستولی دی.