'۲۰۱۷ کې ۵۵ زره افغانان بې ځایه شوي دي'

بې ځایه شوي

د عکس سرچینه، AFP/Getty Images

د عکس تشریح،

په ۲۰۱۶ کال کې ۶۶۰ زره او ۶۰۰ کسانو د جنګ جګړو له امله خپل کور او کلی پرې ايښې و.

په ۲۰۱۷ کال کې د جګړو له امله ۵۵ زره افغانان خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي دي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو دفتر پخپله خبرپاڼه کې ویلي، یاد بې ځایه کډوال راجستر شوي هغه دي، خو ښايي د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو د نښتو له امله ۲۸ زره نور افغانان هم په کور دننه له یوه ځایه بل ځای ته کډه شوي وي.

په رپوټ کې راغلي، یوازې تېره اونۍ په شمال ختیځ بدخشان کې شاوخوا ۱۶ زره کسان د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي دي.

رپوټ کاږي، د افغانستان په سوېل کندهار، هلمند او اروزګان کې د جګړو له امله ښايي زرګونه کورنۍ بې ځایه شوي وي، یوازې ۷ زره کورنۍ په جګړه کې له ښکېل هلمنده کټېدلي دي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ویاند محمد ملکزی وايي، اداره یې په دې لټه کې ده چې یادې شمېرې کره کړي.

په رپوټ کې راغلي، د افغانستان د ۳۴ ولایتونو له ډلې یې په ۲۵ ولایتونو کې خلک له یوه ځایه بل ځای ته کډه شوي دي.

په ۲۰۱۶ کال کې ۶۶۰ زره او ۶۰۰ کسانو د جنګ جګړو له امله خپل کور او کلی پرې ايښې و.

سږ هم ملګرو ملتونو وړاندوینه کړې چې په ټول هېواد کې به د افغان ځواکونو او وسله والو تر منځ د نښتو له امله ۴۵۰ زره افغانان خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شي.

د عکس سرچینه، AFP/Getty Images

د عکس تشریح،

په رپوټ کې راغلي، د افغانستان د ۳۴ ولایتونو له ډلې یې په ۲۵ ولایتونو کې خلک له یوه ځایه بل ځای ته کډه شوي دي.