د بدخشان غرنیو سیمو کې پستې کرل کېږي

بدخشان
د عکس تشریح،

د کرنې چارواکي وايي د بدخشان خاوره او هوا د پستې ونو ودې ته ښه جوړه ده.

د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت وايي، د بدخشان ولایت په غرنیو سیمو کې پر لسګونه جرېبه ځمکې د پستې نیالیګیو د کرلو هوډ لري.

چارواکي تجربې ښودلې چې بدخشان کې پسته ښه حاصل ورکوي، خو په وروستیو کې یې ډېر ځنګلونه زیانمن شوي دي.

د کرنې وزارت وايي، له څلور کالو راهیسې د بدخشان په یو شمېر ولسوالیو کې د پستې د زړيو کرلو هڅې پيل شې وې، چې د پستې هغه ځنګلونه بیا زرغون شي له تېرو دېریشو کالو راهیسې زیانمن یا پرې شوي وو.

د کرنې چارواکي وايي د بدخشان خاوره او هوا د پستې ونو ودې ته ښه جوړه ده.

اوس په یو شمېر ولسوالیو کې د پستې زړي بیا کرل کېږي چې د بدخشان والي احمد فیصل بيګزاد په وینا، په دغه ولایت کې د پستې کښت او حاصل یوځل بیا ډېر شي:

"موږ هڅه کوو چې دلته د پستې د زړو اېښودلو دود پیاوړی کړو او د خلکو پام دې ته راواړوو چې د ونو د ساتنې ترڅنګ اوبه ورکولو ته یې جدي پاملرنه وکړي."

د عکس تشریح،

اوس د بدخشان ولایت په یو شمېر ولسوالیو کې د پستې زړي بیا کرل کېږي

د بدخشان ولایت د کرنې رئیس محمد سالم ساعي وايي د مخکني پلان له مخې یې په دغه ولایت کې پر لسګونه هکټاره ځمکه د پستې کښت کرلی چې پایله یې تر اوسه ښه ده:

وطني پسته

"د کرنې وزارت د پلان له مخې له ۱۳۸۸ کال راهیسې تر ۱۳۹۵ زموږ په سیمو کې ۱۵۱ هکټاره ځمکه کې وطني پسته کر موجود و، له نېکه مرغه چې د پستې د بیا زرغونېدو د طبیعي سرچینو په برخه کې په خلکو کې د مالکیت حس پیدا کړی او ددغې سرچینې د ساتلو برخه کې روحیه ښه شوې ده."

د بدخشان ولایت په کوز یفتل، ارګو، تګاب، کشم هغه ولسوالۍ دي چې پراخې او غرنۍ سیمې یې د پستې په ځنګلونو پوښلي دي.

دا هغه سیمې دي چې د پستې ونې پکې نه پرې شوي او نه هم زیانمنې شوي نو ځکه یې خلک له حاصله پوره ګټه پورته کوي.

په هغو سیمو کې چې خلکو اوس اوس د پستې کرل پیل کړي، هیلمه من دي چې یو ورځ به دوی هم د خپل زیار حاصل تر لاسه کړي.

د بدخشان کرنې ریاست د چارواکو په وینا په بدخشان کې له شته ځنګلونو هرکال زر ټنه پسته راټولېږي، چې نه یوازې په خپله د دغه ولایت بس ده بلکې نورو ولایتونو ته او ان بهر ته هم صادرېږي.

د عکس تشریح،

دا هغه سیمې دي چې د پستې ونې پکې نه پرې شوي او نه هم زیانمنې شوي نو ځکه یې خلک له حاصله پوره ګټه پورته کوي.

د عکس تشریح،

په هغو سیمو کې چې خلکو اوس اوس د پستې کرل پیل کړي، هیلمه من دي چې یو ورځ به دوی هم د خپل زیار حاصل تر لاسه کړي.

افغانستان پخوا د جلغوزيو او پستې ۴۵۰ زره هکتاره سمسور ځنګولونه لرل چې د جګړو د تېرو څه باندې درې لسيزو په ترڅ کې يې نژدې شپېته سلنه برخه له منځه تللې ده.

افغان حکومت په ۲۰۱۳ کال وویل، چې د پستې او جلغوزيو د ځنګلونو بيا رغاونه په بدخشان، تخار، بغلان، جوزجان، بلخ، فارياب، بادغيس، غور، او هرات ولايتونو کې تر سره کېږي.