د عکسونو البوم: کابل کې د کورنیو تولیداتو نندارتون

د افغانستان پلازمېنه کابل کې د کورنیو تولیداتو درې ورځنی نندارتون جوړ شوی. دا نندارتون داسې مهال جوړ شوی، چې د سوداګرۍ خونه د نوي مالي کال له پیله د کورنیو تولیداتو د ۲۸ سلنې ډېروالي خبر ورکوي.

نندارتون
د عکس تشریح،

د افغانستان د سوداګرۍ خونه وایي د نوي مالي کال له پيله د کورنیو تولیداتو د صادراتو په کچه کې اته ویشت سلنه زیاتوالی راغلی

د عکس تشریح،

دا درې ورځنی نندارتون د کابل په پولیتخنیک پوهنتون کې د کورنیو تولیداتو د ملاتړ په موخه جوړ شوی

د عکس تشریح،

د سوداګرۍ خونې ویاند صیام الدین پسرلی وايي بهر ته اوس د څلور نیمه سوه میلیون ډالرو په ارزښت صادرات لري خو هڅه یې داده چې دا اندازه نوره هم لوړه کړي.

د عکس تشریح،

په ۱۳۹۵ مالي کال کې بهرنیو هېوادونو ته د افغانستان صادرات پنځه سلنه و

د عکس تشریح،

د دغه نندارتون جوړونکي وايي له دې لارې کولای شي چې په سوداګریزه برخه کې افغان ځوانان سوداګرۍ ته وهڅوي.

د عکس تشریح،

په نندارتون کې د نوښتګرو ځوانانو له خوا په لاس جوړ شوي افغاني توکي او تولیدات په غرفو کې نندارې ته وړاندې شوي چې د نندارچیانو پام یې ځانته اړولی و.

د عکس تشریح،

په نندارتون کې لاسي صنایع هم نندارې ته وړاندې شوي

د عکس تشریح،

د نندارتون یوه برخه د ښځینه افغان جامو لپاره ځانګړې شوې وه

د عکس تشریح،

وړاندې افغان صنعت کارانو شکایت کاوه چې تولیداتو ته یې لازم پام نه کېږي.