د عکسونو البوم: د وري ۲۵مه؛ 'د هرات ورځ'

د افغانستان لوېدیځ هرات ولایت کې د وري میاشتې ۲۵مه د 'هرات ورځې' په نوم نومولې، چې مېلې او جشن پکې کېږي.

هرات
د عکس تشریح،

د 'هرات ورځې' جشن د هرات ښار په شمالي لمنو کی د ګڼ شمېر خلکو په ګډون او د مختلفو تفریحي پروګرامونو په اجرا کولو سره ترسره شو.

د عکس تشریح،

د هرات یوشمیر کلتوري او مدني ټولنو د وري / حمل ۲۵ په سمبولیک ډول د هرات د ورځې په نامه ونوموله.

د عکس تشریح،

د موسیقی مېله، ویناوې. اورلوبه او د دودیزه جامو نندارتون د دې مراسمو ځینې مهمې برخې وې.

د عکس تشریح،

د هرات جشن ورځ په لومړي ځل درې کاله مخکې ترسره شو.

د عکس تشریح،

د هرات کلتوري څېرې وایي، دا ښار درې زره کاله مخینه لري او په کار وه چې یوه ځانګړې ورځ ولري.

د عکس تشریح،

هرات د افغانستان په لوېدیځ کی هغه ولایت دی چی پراخ کلتوري او اقتصادي ظرفیتونه لري. دا ولایت د افغانستان لویې لارې د تورغونډۍ او اسلام کلا د بندرونو له لارې د ترکمنستان او ایران سره نښلوي.

د عکس تشریح،

د هرات د ورځې په مناسبت د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غنی هم یو ویډیویي پیغام خپور کړی او د هرات خلکو ته یې مبارکی ویلې.

د عکس تشریح،

هرات پخوا او نن د افغانستان د مهمو اقتصادي او کلتوري مرکزونو په کتار کې راځي او تمه کېږي چې په دې ډول کلتوري پلمو د خوشالیو لپاره د یوې ورځې د ټاکلو فرهنګ د افغانستان په نورو سیمو کې هم دود شي.