د ټرمپ ملي امنیت سلاکار: افغانستان کې به ترهګرو ته خوندي ځای نه وي
- غزا نور
- بي بي سي
مک ماسټر د افغانستان حکومتي مشرانو ته ویلي، کابل د خپلو اړتیاوو په کمولو، خپل نړیوال ملاتړ وساتي
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د ملي امنیت سلاکار جنرال هربرټ ریمونډ مک ماسټر چې افغانستان ته په سفر کې دی، له افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره په کتنه کې ویلي، د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونو او نړیوالو ځواکونو ګډې مبارزې سره به نور ترهګر په دغه هېواد کې خوندي ځای و نه لري.
هغه افغان حکومتي چارواکو ته ویلي، کابل د خپلو اړتیاوو په کمولو، خپل نړیوال ملاتړ وساتي.
ښاغلي مک ماسټر ویلي، د امریکا خلک او حکومت په بېلابېلو برخو کې له افغانستان سره خپلو همکاریو ته دوام ورکوي.
هغه چې د یوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ افغانستان ته راغلی، له افغان مشرانو سره یې امنیت، ترهګرۍ سره مبارزې، سیمه ییزو مسایلو، اقتصادي او پراختیا په ګډون په بېلابېلو برخو کې د کابل - واشنګټن پر اړیکو بحث او خبرې اترې کړې دي.
ښاغلي غني په دغه کتنه کې ویلي، ترهګرۍ د سیمه او نړۍ امنیت او ټیکاو ته جدي ګواښ دی او که د لمنځه وړلو لپاره یې په وخت ګام پورته نشي، پر راتلونکو پنځو نسلونو به یې منفي اغېز پروت وي.
د افغانستان ولسمشر ترهګري، مخدره توکي او اداري فساد په دغه هېواد کې د امنیت، ټیکاو او پرمختګ پر وړاندې جدي ګواښونه بللي دي.
ښاغلي غني په دغه لیدنه کې ټینګار کړی چې اداري فساد د خلکو پر ژوند منفي اغېزه کړې او حکومت له دې پدیدې سره د مقابلې لپاره خپلې هڅې ډېروي.
د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ مرستیال ویاند دواخان مینه پال ویلي، په دغو ناستو کې همداراز د افغانستان امنیتي ځواکونو او په ځانګړې توګه د هوایي ځواک پر تجهیز خبرې او هوکړه شوې ده. خو هغه په دې تړاو نور معلومات ورنکړل.
ښاغلي مینه پال ویلي، افغان حکومت خپل څلور کلن امنیتي پلان وړاندې کړی چې په هغې کې د کابل ټولې امنیتي اړتیاوې مشخص شوي او له مخې به یې دغه هېواد د امنیتي مرستو غوښتنه وکړي.
افغانستان ته د مک ماسټر سفر په داسې مهال دی چې نږدې يوه میاشت مخکې په افغانستان کې د ناټو پوځ امریکايي قومندان د دغه هېواد له مشرانو جرګې په افغانستان کې د ځواکونو ډېرول وغوښتل.
د ټرمپ د ملي امنیت سلاکار هغه امریکایی جنرال دی چې له دې وړاندې يې په افغانستان او عراق کې پوځي دنده ترسره کړې
د امنیتي چارو پوهان افغانستان ته د مک ماسټر سفر مهم او د راتلونکو کلونو لپاره افغان جګړې ته د نوې ستراتیژۍ د جوړولو په معنا بولي.
دامنیتي چارو کارپوه امین حبیبي وايي، ښايي مک ماسټر امریکا ته په ستنېدلو له ولسمشر ټرمپ په افغانستان کې د ځواکونو زیاتولو غوښتنه وکړي.
د ټرمپ د ملي امنیت سلاکار هغه امریکایی جنرال دی چې له دې وړاندې يې په افغانستان او عراق کې پوځي دنده ترسره کړې.
د کارپوهانو په باور کابل ته د ده سفر دا ښيي چې د امریکا د ترهګرۍ ضد جګړه کې د افغانستان جبهه مهمه ده او ښايي پر ستراتیژۍ بیا کتنه وکړي.
مک ماسټر (کیڼ لور) د افغانستان د حکومت له اجراییه رییس سره هم کتلي دي