د ټرمپ د ملي امنیت سلاکار افغانستان ته تللی

جنرال مک ماسټر د ټرمپ له ولسمشر کېدا وروسته لومړنی امریکایی چارواکی دی چې افغانستان ته ځي

د عکس سرچینه، ANS

د عکس تشریح،

جنرال مک ماسټر د ټرمپ له ولسمشر کېدا وروسته لومړنی امریکایی چارواکی دی چې افغانستان ته ځي

د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ د ملي امنیت سلاکار جنرال مک ماسټر تېره شپه افغانستان ته رسېدلی دی. نوموړی د ټرمپ له ولسمشر کېدا وروسته لومړنی جګپوړی امریکایی چارواکی دی چې افغانستان ته ځي.

د امریکا د ملي امنیت سلاکار دوې ورځې وروسته تر هغه افغانستان ته تللی، چې د تېرې پنجشنبې په ورځ امریکا د افغانستان په ختیځ ننګرهار ولایت کې د ''اسلامي دولت'' نومې ډلې پر سمڅو تر ټولو زورور بم ''د بمونو مور'' وغورځاوه، چې د کابو ۱۰۰ کسانو د وژل کېدا ادعا پکې شوې وه.

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ دوې ورځې وړاندې وویل، د ملي امنیت سلاکار یې د امنیتي وضعیت د ارزونې لپاره افغانستان ته ځي.

ښاغلي ټرمپ وویل ''جنرال مک ماسټر افغانستان ته استول کېږي چې هلته د افغان او ناټو همکارانو ترڅنګ د پرمختګ د لارو څرنګوالی وارزوي.''

جنرال مک ماسټر تازه د امریکا د ملي امنیت د سلاکار په توګه دنده پیل کړې ده.

نوموړي وړاندې په افغانستان او عراق کې وخت تېر کړی چې د ''فساد'' ضد دولتي پروګرام کې یې همکاري کوله.

وړاندې داسې رپوټونه خپاره شوي وو چې دغه امریکایی جنرال افغانستان کې د امریکا د رول لوبولو د جاج اخیستو لپاره کابل ته ځي او دا ارزوي چې ایا دغه هېواد ته نور امریکايي پوځيان واستول شي او که څنګه.

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح،

افغانستان کې د امریکايي او ناتو ځواکونو قومندان جنرال جان نیکولسن د تازه دمو ځواکونو راتلو غوښتونکی دی

د جنرال نیکولسن په ویناو ۱۳ زره او ۳۰۰ سرتېري، چې دا مهال په افغانستان کې مېشت دي، هلته د افغان امنیتي ځواکونو روزنې او سلامشورو ته څو زره نور تازه سرتېري استول اړین دي.

وړاندې د امریکا جمهوریپال سناتور جان مک کېن د امریکا له ولسمشر غوښتي وو چې د افغانستان د امنیتي وضعیت ته جدي پام وکړي.

د امریکا د پوځ شمېرې ښيي، د افغانستان دولت یوازې د افغانستان پر ۵۷ خاورې واک لري، په داسې حال کې چې تېر کال دا کچه ۷۲ سلنه وه.