ولسمشر غني احمد ضياء مسعود له دندې ګوښه کړ
احمد ضيا مسعود که څه هم د ډاکتر عبدالله ډلې سړی و خو تېرو ولسمشريزو ټاکنو کې يې د ولسمشر غني سره ملګرتيا وکړه.
افغان ولسمشر محمد اشرف غني د ښې حکومتولۍ او اصلاحاتو په برخه کې خپل ځانګړی استازی احمد ضياء مسعود له دندې ګوښه کړی دی.
له ولسمشرۍ ماڼۍ په خپره شوې خبرپاڼه کې د اساسي قانون ۶۴مې مادې ته اشاره شوې چې ولسمشر ته یې د لوړپوړو دولتي چارواکو د ګومارنې او ګوښه کولو واک ور کړی دی.
ولسمشرۍ ماڼۍ تر اوسه له دندې د ښاغلي مسعود د ګوښه کولو په اړه نور جزیات نه دي ور کړي.
خو د ولسمشرۍ ماڼۍ مرستيال وياند دواخان مينه پال بي بي سي ته وويل، ښاغلی مسعود د اصلاحاتو راوستلو کې بريالی نه و، ځکه يې ولمسشر د ګوښه کېدو پرېکړه کړې.
که څه هم په څرګنده له ولسمشر غني سره د ښاغلي احمد ضياء مسعود څرګند مخالفت نه ليدل کېده خو په ټوله کې د نوموړي وروستۍ څرګندونې د حکومت پر تګلارو نيوکې بلل کېدې.
احمد ضیاء مسعود پخوانی مرستیال ولسمشر او د اسلامي جمعیت ګوند معاون دی چې په تېرو ولسمشریزو ټاکنو کې یې د خپل ګوند پر خلاف له ولسمشر غني څخه ملاتړ وکړ.
د ښاغلي مسعود ته یوه نژدې کس اجمل سېلاب وايي، احمد ضیاء مسعود دمګړۍ له (خپلو مشرانو سلاکارانو) سره غونډه لري چې ډېر ژر به د ولسمشرۍ ماڼۍ د پرېکړې په غبرګون کې خپل رسمي دریځ روښانه کړي.
یو شمېر نورو سرچینو بیا بي بي سي ته ویلي، چې ښاغلی مسعود د ولسمشرۍ ماڼۍ له فرمانه خبر نه و او د رسنیو له لارې خبر شوی دی.
دغو سرچینو دا خبره هم وکړه چې ښاغلي مسعود غوښتل د غوايي/ثور په اتمه، چې د مجاهدینو لاس ته د کابل د لوېدو ورځ ده، له خپلې دندې استعفا وکړي.
احمد ضیاء مسعود له ۱۳۶۰ څخه تر ۱۳۷۱ کال په پورې په پاکستان کې د خپل ورور احمدشاه مسعود او د اسلامي جمعیت ګوند د استازي په توګه دنده تر سره کړې ده.
نوموړي د ۲۰۰۴ کال په ولسمشریزو ټاکنو کې د پخواني ولسمشر حامد کرزي د معاون په توګه ګډون وکړ او تر ۲۰۰۹ کاله د افغانستان مرستیال ولسمشر و.
ور پسې ښاغلی مسعود د (د افغانستان د ملي جبهې) مشري کوله چې د دولت د له اپوزیسیوني ایتلافونو و، خو د ۲۰۱۴ کال د ولمسشریزو ټاکنو پر مهال یې جبهه په ډلو ووېشل شوه.
نوموړي د ۲۰۱۴ کال په ولسمشریزو ټاکنو کې د زلمي رسول د مرستیال په توګه ځان نوماند کړ، خو په دویم پړاو کې یې له محمداشرف غني خپل ملاتړ اعلان کړ.

امرالله صالح وزیر او نادر نادري د اداري اصلاحاتو کمېسیون مشر
افغان ولسمشر محمد اشرف غني د یوه فرمان له مخې 'د امنیتي سکتور اصلاحاتو چارو لپاره د دولت وزارت' په نامه یو نوی وزارت رامنځته کړی او د افغانستان ملي امنیت ادارې پخوانی مشر امرالله یې صالح یې د وزیر په توګه ورته ټاکلی دی.