له دندې ګوښه کېدو پر سر د احمد ضيا مسعود غبرګون
له دندې ګوښه کېدو پر سر د احمد ضيا مسعود غبرګون
په افغانستان کې احمد ضيا مسعود چې د ولسمشر له لوري د ښې حکومتولۍ په چارو کې د ځانګړې استازولۍ له دندې لرې شوی. دی وايي ولسمشر دا حق نه لري چې له دندې یې لرې کړي.
ښاغلي مسعود ګواښ وکړ چې له دندې د ده لېرې کېدل به په هېواد کې سیاسي بې ثباتي رامنځ ته کړي. د ښاغلي مسعود له لرې کولو وروسته د افغان ولسمشرۍ دفتر ویلي، دی په خپلو کارونو کې بریالی نه و.
زموږ همکار خوشحال تایب يې نور حال له کابله وړاندې کوي.