له برتانیا افغانستان ته د نورو سرتېرو د استولو غوښتنه شوې

ر
د عکس تشریح،

پر ۲۰۱۴ کال برتانیا په افغانستان کې یرغلیز ماموریت پای ته ورساوه او ډېر سرتېري یې هېواد ته ستانه شول.

ناټو له برتانوي چارواکو غوښتي چې افغانستان ته د نورو سرتېرو پر استولو غور وکړي.

دمګړۍ برتانیا په افغانستان کې ۵۰۰ سرتېري لري چې د کابل په امنیت ټینګولو کې مرسته کوي او افغان ځواکونه روزي.

د بي بي سي د معلوماتو له مخې، څو اونۍ مخکې له برتانوي چارواکو دا غوښتنه شوې ده.

ټاکلې ده د ناټو سرمنشي د چارشنبې په ورځ په ډاونېنګ سټریټ کې د برتانیا له لومړۍ وزیرې تریزا مې سره وویني او پر دغه مسله ور سره خبرې وکړي.

له برتانیا دا غوښتنه په داسې مهال ده، چې امریکا هم په افغانستان کې د خپلو سرتېرو پر زیاتولو غور کوي.

د امریکايي رسنیو د رپوټ له مخې د امریکا دفاع او بهرنیو چارو وزارت له وسلوالو طالبانو سره د جګړې لپاره افغانستان ته لږ تر لږه د ۳۰۰۰ تازه دم سرتېرو د استولو غوښتنه کړې ده.

د عکس تشریح،

دمګړۍ برتانیا په افغانستان کې نږدې ۵۰۰ سرتېري لري.

برتانیا له ۲۰۰۱ تر ۲۰۱۴ زېږیز کال پورې په افغانستان کې د وسلوالو طالبانو او القاعده پر ضد جګړه کې ښکېله وه.

د دغه هېواد وروستي ځواکونه د ۲۰۱۴ کال په اکتوبر کې له افغانستان ووتل، خو ۴۵۰ سرتېري یې د افغان پوځ د روزنې، سلا مشورې او ملاتړ لپاره پاتې شول.

تېره میاشت وسلوالو طالبانو پسرلني عملیات (منصوري) اعلان کړل. دا اعلان په بلخ کې د افغان ځواکونو پر مرکز له برید او د ۱۳۵ سرتېرو تر وژنې نږدې اونۍ وروسته و.

دا ډله وايي، روان کال به مختلف پوځي او سياسي تکتیکونه وکاوري او بهرني ځواکونه به یې مهمې موخې وي.

د برتانیا د دفاع وزارت ویاند وايي، هېواد یې په افغانستان کې د خپل رول منظمه کتنه کوي، چې باوري شي، د دې ماموریت اړتیاوې یې پوره کړې دي.

د عکس تشریح،

ټاکلې ده د ناټو سرمنشي د چهارشنبې په ورځ د برتانیا له لومړۍ وزیرې سره پر اړوند مسله خبرې وکړي.