د عکسونو البوم: د کابل ښار موټر بم برید
چارواکي وايي، د کابل ښار وزیر اکبرخان کې موټر بم چاونې تر نوي پورې کسان ټپیان او تر لسو ژوبل کړل.
د پېښې له ځایه روغتون ته لېږدول شوي ټپیان.
روغتیا وزارت وايي، تراوسه روغتون ته تر ۸۴ ټپیان لېږدول شوي ډي.
د چاودنې له امله ډېرې ودانۍ هم ورانې شوې دي.
په برید کې ډېر موټر هم ویجاړ شوي دي.
د بي بي سي همکار ولي ناصر دا انځور اخیستی.
ترافیک پولیس د بي بي سي همکار ته له چاودنې پاتې ټوټه ښيي.
د کورنیو چارو وزارت وايي، د اوبو یا فاضله موادو ټانکر سره چاودنه شوې ده.
د چاودنې ځای کې اور لګېدلی او اور وژونکي یې د مړولو هڅه کوي.
دوه کسان له نورو ټپیان سره مرسته کوي.