کابل کې د خونړي بریدونو نېټې او مرګ ژوبله

افغانستان کې د جګړې له دوام سره د بریدونو ول هم بدل شوی. ځانمرګي بریدونه تر پخوا پېچلي شوي او د ځینو موخه ځانګړي خلک یا ډله وي چې یو شمېر یې پلازمېنه کابل کې تر سره شوي.

تېر یوه نیم کال کې پلازمېنې کابل کې تر ټولو د بدو بریدونو نېټې او جزییات داسې دي:

۲۰۱۷

  • د جنورۍ ۱۰: د افغان پارلمان ودانۍ ته نژدې په دوو ځانمرګو بریدونو کې نژدې ۳۸ کسان ووژل شول ۸۶ نور ټپیان شول.
  • د فبرورۍ ۷: یوه ځانمرګي بریدګر د سترې محکمې د کارکوونکو ترمنځ ځان والوځوه چې ۲۰ کسان په چاودنه کې ووژل شول او ۴۱ ټپیان شول. د دې برید مسولیت کومې ډلې پر غاړه وانه خیست.
  • د مارچ ۱: د کابل د پولیسو پر شپږمې امنیتي حوزې برید کې ۱۶ کسان ووژل شول.
  • د مارچ ۸: ناپېژاندو کسانو د روغتیاپالو په کالیو کې د کابل تر ټولو لوی پوځي روغتون سردار محمد داوود خان برید وکړ. دغه برید کې لږترلږه ۵۰ کسان ووژل شول او ۱۰۰ نور ټپيان شول. د دغه برید مسولیت داعش نومې ډلې پر غاړه واخیست. عیني شاهدان ټینګار کوي چې دغه برید کې تر ۱۰۰ کسانو پورې ووژل شول.
  • د مې ۳: یوه درانه ځانمرګي برید چې د کابل مکروریانو سیمه کې یې هدف د امریکايي سرتېرو کاروان و، اته کسان ووژل او ۲۸ نور یې ټپیان کړل.
  • کابل: ۳۱ مې ۲۰۱۷- یو ستر لارۍ بم د کابل دیپلوماتیکي سیمې کې د چهارشنبې په ورځ وچول شو چې ټوله سیمه یې په بل مخ کړه. دغه برید کې لږترلږه ۸۰ کسان ووژل شول او تر ۳۵۰ ډېر کسان ټپیان شول.

د عکس سرچینه، Getty Images

۲۰۱۶

  • د جنورۍ ۲۰: د طالبانو یوه ځانمرګي بریدګر خپل موټر د طلوع خصوصي تلوېزیون د کارکوونکو له بس موټر سره وجنګاوه، چې د دغه تلویزیون اووه کارکوونکي یې ووژل. دا پر افغان خبري رسنیو لومړنی لوی برید و.
  • د فبرورۍ ۱: کابل کې د پولیسو پر یوه مرکز د طالبانو ځانمرګي برید کې ۲۰ پولیس ووژل شول او ۲۹ نور ټپیان شول.
  • د فبرورۍ ۲۷: یوه ځانمرګي بریدګر د دفاع وزارت مخې ته ځان والوزوه چې ۱۲ کسان یې ووژل. طالبانو وروسته د برید مسولیت پر غاړه واخیست.
  • د اپرېل ۱۹: د ښار مرکز کې یوه لارۍ بم او له هغه وروسته د ټوپک ډزو کې ۶۴ کسان ووژل شول او تر ۳۴۰ ډېر ټپیان شول. طالبانو ویل د دوی ملګرو کړی دی.
  • د مې ۲۵: د کابل په ختیځې څنډې کې د محکمې د کارکوونکو پر بس طالبانو ځانمرګی برید وکړ چې ۱۰ کسان په کې ووژل شول.
  • د جون ۲۰: د طالبانو په یوه برید کې ۱۴ نیپالیان چې د لوېدیځو هېوادونو د سفارتونو امنیت یې ساته د کابل په څنډو کې ووژل شول.
  • د جون ۳۰: د طالبانو له خوا د پولیس محصلینو پر موټرونو غبرګو ځانمرګو بریدونو ۳۰ کسان ووژل.
  • د جولای ۲۳: اسلامي دولت نومې ډلې، داعش د هغو دوو چاودنو مسولیت پر غاړه واخیست چې پر شیعه مظاهره چیانو وشوه، لږترلږه ۸۵ کسان یې ووژل او تر ۴۰۰ ډېر یې ټپیان کړل.

د عکس سرچینه، Getty Images

  • د اګست ۲۵: د افغانستان پر امریکايي پوهنتون د وسله والو په برید کې چې نژدې لس ساعته یې دوام وکړ، ۱۶ کسان ووژل شول. چا یې مسولیت ونه منه.
  • د سپتمبر ۵: دفاع وزارت ته څېرمه د طالبانو په غبرګو بریدونو کې ۴۱ کسان ووژل شول او تر ۱۰۰ ډېر ټپیان شول.
  • د همدغې ورځې په شپه، درېیم برید چې پړه یې چا وانه خیسته، د پاملرنې نړیواله موسسه یې د کابل په زړه کې هدف وګرځوله چې شپږ کسان په کې ټپیان شول.

د عکس سرچینه، Getty Images

  • د اکتوبر ۱۲: اسلامي دولت نومې ډلې، داعش د هغه برید مسولیت ومنه چې کارته سخي سیمه کې د عاشورا پر ورځ د سخي زیارت کې یې لږترلږه ۱۸ کسان ووژل.
  • د اکتوبر ۱۹: د یوه ولسي وګړي په ګډون دوه امریکایان هغه مهال ووژل شول چې یوه وسله وال کابل کې د ناټو یوه مرکز ته نژدې ډزې پیل کړې.
  • د نومبر ۲۱: کابل کې د شیعه ګانو پر یوه جومات ځانمرګي برید کې لږترلږه ۲۷ کسان ووژل شول او ۶۴ نور ټپیان شول. داعش نومې ډلې د برید مسولیت ومنه.

د عکس سرچینه، Getty Images