هند سره د بار وړونکو الوتنو پيل
هند سره د بار وړونکو الوتنو پيل
له کابله ډيلي ته د کرنيزو توکو ډکې الوتکې په الوتنې سره د افغانستان او هند ترمنځ په رسمي ډول د يوه هوايي دهلیز کار پیل شو.
افغان ولسمشر اشر غني ويلي، هغه کسان چې افغانستان کې کړکېچ جوړوي، د دې دهلیز په جوړېدو دې پوه شي چې افغانان به کړکېچ په فرصت بدلوي.
کابل کې د هند سفیر وايي، هېواد یې هڅه کوي چې دا ليکه د کابل او ډيلي ترمنځ د هوا له لارې د سوداګریزو مالونو د لېږد رالېږد پر شبکې بدل کړي.